Homeخبرونهمولانافضل الرحمان: پاکستان باید دا ناسم تصور له ذهنه وباسي چې افغانستان...

مولانافضل الرحمان: پاکستان باید دا ناسم تصور له ذهنه وباسي چې افغانستان به کنټرولوي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان د شنبې په ورځ، د حمل په ۸مه، په یوه خبري ناسته کې د پاکستان له واکمنانو وغوښتل چې باید د یوه «ازاد او خپلواک» افغانستان موجودیت ته درناوی وکړي.

هغه وویل، تر څو چې دا «ناسم تصور زموږ له ذهنه ونه وځي چې افغانستان باید تر خپل کنټرول لاندې وساتو»، د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت نه سمېږي.

هغه همداراز د پاکستان له لوري د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د مخالفانو ملاتړ ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې د «رژیم بدلولو هڅې په یوه نه ختمېدونکې لړۍ بدلې شوې دي.»

مولانا فضل الرحمان، چې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، د تېرو لسیزو په لړ کې په افغانستان کې د پاکستان «ناکامو» ډیپلوماتیکو هڅو ته په اشارې وویل:
«یوازې دا کافي نه ده چې ووایو موږ ډېرې هڅې وکړې خو افغانانو ونه منلې؛ خبره دا نه ده، بلکې دا ده چې ولې یې ونه منلې؟»

هغه پاکستان تورن کړ چې د افغان طالبانو په اړه د امریکا له اوسني دریځه ملاتړ کوي، چې دا د طالبانو د ویاندانو هغو څرګندونو ته اشاره ده چې وایي پاکستان د امریکا په اشاره د دوی پر تاسیساتو بریدونه کوي.

هغه د افغانستان «رژیم بدلولو» په اړه د پاکستان پر له پسې هڅې «نه ختمېدونکې» وبللې او ویې ویل:
«موږ د ظاهر شاه پر ضد د انقلاب ملاتړ وکړ، وروسته کمونیستي انقلاب وشو او موږ د هغه پر ضد جهاد وکړ. کله چې امریکا راغله، موږ هم ورسره ملګري شو.»

د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وړاندیز وکړ چې: «باید هر ګام په احتیاط واخلي او پارلمان په جریان کې وساتي.»

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان د شنبې په ورځ، د حمل په ۸مه، په یوه خبري ناسته کې د پاکستان له واکمنانو وغوښتل چې باید د یوه «ازاد او خپلواک» افغانستان موجودیت ته درناوی وکړي.

هغه وویل، تر څو چې دا «ناسم تصور زموږ له ذهنه ونه وځي چې افغانستان باید تر خپل کنټرول لاندې وساتو»، د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت نه سمېږي.

مولانافضل الرحمان وايي، د افغانستان د حکومتونو د کنټرول لپاره د پاکستان پالیسۍ ناکامې شوي

هغه همداراز د پاکستان له لوري د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د مخالفانو ملاتړ ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې د «رژیم بدلولو هڅې په یوه نه ختمېدونکې لړۍ بدلې شوې دي.»

مولانا فضل الرحمان، چې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، د تېرو لسیزو په لړ کې په افغانستان کې د پاکستان «ناکامو» ډیپلوماتیکو هڅو ته په اشارې وویل:
«یوازې دا کافي نه ده چې ووایو موږ ډېرې هڅې وکړې خو افغانانو ونه منلې؛ خبره دا نه ده، بلکې دا ده چې ولې یې ونه منلې؟»

هغه پاکستان تورن کړ چې د افغان طالبانو په اړه د امریکا له اوسني دریځه ملاتړ کوي، چې دا د طالبانو د ویاندانو هغو څرګندونو ته اشاره ده چې وایي پاکستان د امریکا په اشاره د دوی پر تاسیساتو بریدونه کوي.

هغه د افغانستان «رژیم بدلولو» په اړه د پاکستان پر له پسې هڅې «نه ختمېدونکې» وبللې او ویې ویل:
«موږ د ظاهر شاه پر ضد د انقلاب ملاتړ وکړ، وروسته کمونیستي انقلاب وشو او موږ د هغه پر ضد جهاد وکړ. کله چې امریکا راغله، موږ هم ورسره ملګري شو.»

د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وړاندیز وکړ چې:
«باید هر ګام په احتیاط واخلي او پارلمان په جریان کې وساتي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...