تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د امريکا د ولسمشر مرستيال جي ډي ونس، وويل چې متحد ايالتونه په ايران کې د پاتې کېدو اراده نه لري او ټينګار يې وکړ چې اوسنی ماموريت د پای ته رسېدو په درشل کې دی.
ونس په ټلوېزيوني څرګندونو کې وويل چې د ده د هېواد اوسنۍ هڅه دا ده چې د دې عملياتو پايلې د اوږدې مودې لپاره دوام ومومي، چې دا ښيي واشنګټن په تهران کې خپلو هدفونو ته رسېدلی دی.
هغه زياته کړه چې د امريکا ماموريت به ډېر ژر پای ته ورسېږي او يادونه يې وکړه چې تمه ده د دې عملياتو له ختمېدو وروسته د انرژۍ بيې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
د منځني ختيځ په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي سټيو وېټکاف، د جمعې په ورځ وويل چې باور لري ايران به «روانه اوونۍ» له واشنګټن سره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ټينګار وکړ چې ايران د يوې هوکړې ترلاسه کولو ته لېواله دی.
وېټکاف په ميامي کې په يوه اقتصادي غونډه کې له ايران سره د خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل:
«موږ باور لرو چې همدا اوونۍ به غونډې وشي او يقيناً هيله لرو چې داسې وشي.»
د امريکا استازي همداراز وويل چې واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلې طرحې په اړه د تهران ځواب ته انتظار باسي.
خبرو سرچينو څرګنده کړه چې د امريکا د وړانديز مهم ټکي په دې ډول دي:
- په لوړه کچه د غني شویو يورانيمو زېرمې له منځه وړل
- د غني کولو فعاليتونو درول
- د باليستيک توغنديو پروګرام درول
- په سيمه کې د وسلهوالو ډلو تمويل بندول
په همدې حال کې، ايراني لوري پنځه شرطونه وړاندې کړي دي. يو جګپوړی سياسي او امنيتي چارواکی وايي چې هېواد يې دا غوښتنې لري:
- د تېريګرو اقداماتو او هدفي وژنو پای ته رسول
- د جګړې د بيا نه تکرار لپاره عملي تضمينونه برابرول
- د مشخصو ميکانيزمونو له لارې د جګړې تاوان ورکول
- په ټولو جبهو کې د ټولو ښکېلو اړخونو له خوا بشپړ اوربند
- په هرمز تنګي باندې د ايران حاکميت د يو طبيعي او قانوني حق په توګه منل