Homeخبرونهمولانافضل الرحمان وايي، د افغانستان د حکومتونو د کنټرول لپاره د پاکستان...

مولانافضل الرحمان وايي، د افغانستان د حکومتونو د کنټرول لپاره د پاکستان پالیسۍ ناکامې شوي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۷ مه) د جمعیت علمای اسلام  ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن،  په یوه خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان د حکومتونو د کنټرول لپاره د پاکستان پالیسي ناسمه وه او هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې.

هغه ټینګار وکړ چې یو باثباته او خپلواک افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

د مولانا فضل الرحمان په وینا، د افغانستان د حکومتونو د نسکورولو لپاره د اسلام‌اباد هڅې نه یوازې بې‌اغېزې وې، بلکې شته ستونزې یې هم حل نه کړې.

پاکستان په ۱۳۵۲ لمریز کال کې په کابل کې د محمد داوود خان له کودتا راهیسي د نیابتي ډلو د تمویل د تجهیز په وسیله د افغانستان د ټولو حکومتونو د نسکورولو هڅې کړي او په هغو مواردو کې چې امریکا یې شا ته درېدلې، بریالی شوی هم دی خو هیڅکله د ګوډاګي حکومت په رامنځته کولو بریالی شوی نه دی.

فضل‌الرحمن زیاته کړه:
«افغانستان یوازې په اوسني حکومت پورې محدود نه دی؛ د افغانستان خلک او ملت هم مهم دي، او پاکستان باید دا واقعیت په خپلو پالیسیو کې په پام کې ونیسي.»

په همدې حال کې، د عوامي نیشنل ګوند ایالني مشر میان افتخار حسین، وویل چې د پاکستان او د اسلامي امارت ترمنځ کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي. هغه خبرداری ورکړ چې دوامداره شخړه به دواړو لورو ته جدي پایلې ولري.

هغه وویل:
«موږ باور لرو چې د مقابلې پر ځای باید خبرې وشي، ځکه جګړه که پیل شي، پای یې د پیل کوونکي په لاس کې نه وي او په حالاتو پورې تړلی وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...