Homeخبرونهپه بریتانیا کې یو افغان د جنسي تېري په جرم په ۱۵...

په بریتانیا کې یو افغان د جنسي تېري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شو

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۷ مه) یو افغان تبعه د جمعې په ورځ په بریتانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شو.

دا قضیه هغه مهال د سیمه‌ییزو اعتراضونو او سیاسي جنجال سبب شوه، کله چې پولیسو په پیل کې د هغه د پناه غوښتونکي حیثیت څرګند نه شو.

۲۳ کلن احمد ملاخېل، د وارویک کراؤن محکمې له خوا د تېر کال د جولای په میاشت کې د بریتانیا په مرکزي سیمه نونېټن کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د جنسي تېري له کبله مجرم پېژندل شو.

هغه تر دې مخکې هم پر یوې بلې تر ۱۳ کلونو کم عمره ماشومې د جنسي تېري په جرم اعتراف کړی و، او همدارنګه د ماشوم د تښتولو، جنسي ځورونې او د قرباني د ویډیو اخیستلو له لارې د نامناسبو تصویرونو د جوړولو په جرم هم مجرم وبلل شو.

قاضۍ کریستینا مونټګومري وویل چې قرباني ملاخېل ته ویلي و چې ۱۹ کلنه ده، خو «هیڅ شک نشته چې ته پوهېدلې چې هغه تر ۱۶ کلونو کمه عمر لري».

قاضۍ هغه ته د ۱۵ کلونو بند سزا واوروله او ویې ویل چې دا حکم «تا په اوتومات ډول د ایستلو (ډیپورټ) وړ ګرځوي».

د کډوالۍ ضد فعالانو له دې او ورته نورو قضیو څخه، چې پکې زیاتره ځوان نارینه پناه غوښتونکي شامل وي، ګټه اخیستې څو ادعا وکړي چې هغوی د ټولنې لپاره خطرناک دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په هوټلونو کې مېشت دي.

خو د کډوالو پلوي ډلې وايي چې افراطي ښي اړخي ډلې او ځینې فرصت‌طلبه سیاستوال په قصدي ډول هڅه کوي چې له دې پېښو ناوړه استفاده وکړي او تاوتریخوالی زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...