نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم ګروپ روښانه کړم، د کور انګړ ته راووتلم. ځای ځای د اوبو ډنډونکي ؤ. که څه هم نن له سهار وروسته باران نه ؤ شوی، خو دوه ورځني مسلسل باران ځمکه ښه په اوبو مړه کړې وه. هوا د معمول خلاف یو څه یخه وه. زما لاسونه په جیبونو کې ؤ. ملګري مې زما مخ په دواړو لاسونو کې ونیو. د لاسونو تودوالي یې خوندور احساس راکړ. په تندي یې ښکل کړم. زما ښی لاس یې له جیب څخه بهر کړ. د خپل چپ لاس ګوتې یې زما د ښي لاس په ګوتو کې راکړې. په نرم قدم په انګړ کې روان شو. ملګری مې پرته له دې چې ما ته وګوري، په خبرو راغی:
اکثره وخت زموږ د غوښتنو او وړتیاوو ترمنځ ټکر موجود وي. کوم څه چې غواړو، د هغه وړتیاوې نلرو او نه په ځان کې د اړینو وړتیاوو د پیدا کولو هڅه کوو. مثلن: یو کس غواړي واده وکړي، خو په دې ډېر فکر نه کوي چې یو واده کړی شخص باید د کومو مسؤلیتونو د سرته رسولو وړتیا ولري؟ اولاد غواړو، خو د اولاد پاللو او روزلو مهارتونه نه زده کوو. لوی لوی موقفونه غواړو، خو د همدې موقف د ترسره کولو لپاره چې کوم مهارتونه اړین دي، د هغو تلاش نه کوو. کاش چې خلکو لومړی په ځان کې د هغه څه وړتیا پیدا کولی، کوم چې غواړي.
زه ودرېدم. ده هم مخ راواړوه. ومې ویل: فکر کوې چې زه هم داسې څه غواړم، چې وړتیا یې نلرم؟
- په اوس کې داسې ځانګړي څه نشته، خو کله کله داسې کېږي. ښه ده چې پام ورته وکړې.
- هڅه به وکړم.
بیا مو په قدم وهلو پیل وکړ. دا ځل نو ما خبرې پیل کړې. نور به داسې څه وي، چې پام ورته وکړم؟
- تکړه او هڅاند خلک له کوچنیو فرصتونو هم اعظمي ګټه پورته کوي، خو ته په دې پلمه چې اوس مصروف یم، بیا به ګورو، اوس په لار کې یم، بیا به ګورو، اوس ناوخته ده، بیا به ګورو… ډېر وخت ضایع کوې. په دې مصروفه نړۍ کې موږ نشو کولی چې هر فعالیت او تمرین ته په خپل طبیعت برابر وخت او ځای پیدا کړو، باید ډېر په ځانګړو ځایونو او وختونو پسې ونه ګرځو، بلکې له فرصتونو ګټه واخلو.
- خو زما د ازادې مطالعې په اړه بیا څه وايې؟
مسکی شو، ویې ویل: فکر کوم، خپل صفت اورېدل غواړې؟
ومې ویل: هو، نو تر اوسه خو دې خاص غیبت کړی.
- همدا ازاده مطالعه ده چې له نورو یې خاص کړی یې. خو کومه ازاده مطالعه چې بېرته تمرین ونلري، له نورو ماخذونو سره مقایسه نکړای شي، بحث پرې ونشي، خپل تاثرات ورباندې ونه لیکل شي… اغېز یې کمرنګی وي. د دې ترڅنګ د اوږد مهال لپاره د مختلفو څانګو کتابونو مطالعه کول، یوازې ستا مالومات زیاتوي؛ تا تخصصي نه روزي. ښه به دا وي، چې په رسمي ډول ځانته د تخصص څانګه وټاکې او په هغه برخه کې پراخه مطالعه وکړې. اوس خو ته یو کتاب د ادبیاتو لولې، بل د تاریخ، بل د فلسفې….
د ملګري دې خبرې ټکان راکړ، په خپله ټوله مطالعه یې شکي کړم. خو دی لکه زما په اندېښنه چې پوه شوی وي، راغږ یې کړ: خو ګوره! که ستا تېره پاشلې مطالعه نه وای، نو ما به هېڅ وخت له تا سره ملګرتیا نه وای کړې. همهغې مطالعې ته زما د ملګرتیا وړ کړې.
موضوع مې بدله کړه، پوښتنه مې وکړه: خلک وايي چې د بریالیتوب احساس ډېر زیات خوند لري، خو زه مې له خپل بریالیتوبه خوند نشم اخیستلی، چې دا به څه علت وي؟
- ستا هیلې او ارمانونه ډېر لوړ دي، که څه هم دا نسبي بریالیتوبونه د هغو لپاره مرحلې دي، خو کوچني دي، ځکه یې په خوند نه پوهېږې. هغوۍ چې کوچنۍ بریاوې هم په ډېر شوق نمانځي، هیلې یې کوچنۍ وي.
دا وخت ما غوښتل یو څه ووایم، خو ده مې خبره ونیوه: که دې خوښه وي، نور به خدای پاماني وکړو.
ما وویل: که اجازه وي، زه یو څو پوښتنې لرم.
- مهرباني، خو زه به لنډ لنډ ځوابونه درکوم.
- سمه ده.
پوښتنه: کله به داسې وشي چې زه د چا تر امر لاندې ونه اوسم؟
ځواب: هغه وخت چې ستا اقتصاد، ستا ټول ضرورتونه پوره کړای شي.
پوښتنه: موږ ولې د خبرو او مباحثې په وخت کې احساساتي کېږو؟
ځواب: موږ فکر کوو چې مقابل لوري ته حقیقت روښانه دی، خو سترګې ورباندې پټوي. که کله مو فکر وکړ چې هغه په حقیقت نه پوهېږي، نو بیا احساساتي کېږو نه، بلکې بښنه کوو.
پوښتنه: هغوۍ چې له موږ بښنه غواړي، باید ویې بښو؟
ځواب: هو؛ خو هغوۍ نه، چې د غلطي کولو څخه مخکې له مخکې په دې فکر کې ؤ چې بښنه به غواړم.
پوښتنه: موږ ولې د اساسي کارونو پر ځای نمایشات کوو؟
ځواب: ځکه چې اساسي کارونه ژر نه کېږي، وخت غواړي او موږ دومره صبر نلرو. بله دا چې عامه ذهنیت ټیټ دی، د اساسي کارونو جریان نشي درک کولی او نمایشات په اسانه لیدلی شي.
ما بلې پوښتنې ته خوله جوړوله، چې ملګري مې راغږ کړ: بس دی نو. غونډ کال مې درسره تېر کړ. مخکې چېرې وې؟ غاړه راکړه.
دا وخت مو د خدای پامانۍ په پار یو بل په غېږ کې کلک ونیول. ملګري مې په غوږ کې راته وویل: یوازې ته نه یې، په هر چا کال تېرېږي، د هر چا په ژوند کې داسې څه راځي، چې باید زده کړه ورڅخه وکړي او هېر یې نکړي. خو ځینې داسې هم شته چې د ډېر کالونو په اوښتو او د ډېر فرصتونو په ضایع کېدو، نه هوښیارېږي او نه بیدارېږي.
د خدای پامان ملګریه!
۱۴۰۴ لمریز کال