جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+نامتو امریکايی شاعر رابرټ فراسټ

نامتو امریکايی شاعر رابرټ فراسټ

تاند- له نن څخه ۱۵۰ کاله پخوا د ۱۸۷۴ د مارچ په ۲۶ مه نامتو شاعر رابرټ فراسټ د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سن فرانسیسکو کې وزېږېد. فراست کلاسیک شاعر بلل کېږي او ټول شعرونه یې وزن او قافیه لري. د ده د اکثرو شعرونو په لومړیو بندونو کې منظره کښل شوې خو په وروستیو کې فلسفي نتیجه وړاندې کېږي.

په خپله فراسټ یو ځای وايي:«شعر په خیال او ښکلا پیلېږي او په حکمت پای ته رسېږي.»

د فراسټ مور ښوونکې او پلار یې خبریال و.

په ۱۸۸۰ کې ښوونځي ته داخل شو خو په درسونو کې یې خونده نه وه، بل کال یې هم په درس کې پرمختګ ونه لیدل شو تر دې چې دوه کاله وروسته یعني په ۱۸۸۲ کې یې مور و پلار ورته کورنی ښوونکی وګوماره. په همدې مودې کې کورني ښوونکي ته څرګنده شوه چې فراسټ نور ږغونه اوري. کورني ښوونکي د فراسټ مور ته خبر ورکړ چې زوی یې بې ساری استعداد لري.

د ۱۸۸۵ په مې میاشت کې، چې فراسټ ۱۱ کلن و، پلار یې په نري رنځ ومړ او مور یې چې اقتصادي ستونزې لرلې د ماساچوسیت په لارنس کې خپلې کورنۍ ته لاړه. په داسې حال کې چې دې یوازې ۸ ډالره لرل په نوي کور کې د دې او ماشومانو وضعیت ښه نه و خو بله لاره – چاره یې نه لرله. له څه مودې وروسته ښوونځي ته د داخلې یا شمولیت په ازموینه کې رلبرټ په درېیم ټولګي او د ده خور جني، چې تر ده کشره وه، په څلورم ټولګي کې ونیول شوه.

په ۱۸۹۰ کې کله چې رابرټ فراسټ د ممتاز زده کوونکي په توګه ابتدايي ښونځی پای ته رسولی و، د (La Noche Triste) په نوم یې لومړنی شعر د ښوونځي په بولیټن کې خپور کړ. په نولس کلنۍ کې یې د سیمې په مجلې شعرونه خپاره شول او له دې درکه یې ۱۵ ډالره ترلاسه کړل.

د فراسټ نیکه تل دی له شعر ویلو منع کاوه او ورته ویل یې چې له دې لارې ګوزاره نه شي کولی. خو دې خبرو پر رابرټ فراست اغېز نه درلود ځکه چې شعر د ده په خټه کې و.

په ۱۸۹۱ کې د لېسې له پای ته رسولو وروسته هاروډ پوهنتون ته بریالی شو. هلته هم د پوهنتون د بولیټن چلوونکی شو. په همدې موده کې په الورمیریام وایټ مین شو او بالاخره یې په ۱۸۹۵ کې واده ورسره وکړ. دا مهال فراسټ د ډیلي امریکن خبریال و. خو د دوی واده ډېر دوام ونه کړ. په ۱۹۰۰ کې له یو بله جلا شول. دا کال د ۲۶ کلن رابرټ لپاره ښه کال نه و ځکه چې د جولای په اتمه یې زوی (الیوت) په کولرا ناروغۍ ومړ، ورپسې یې ماندینه النور د خپل زوی الیوت د مړینې له کبله په دیپرېشن یا ذهني بریشانۍ اخته شوه او له دې سره همهاله یې مور د سرطان په ناروغۍ مړه شوه.

رابرټ څو کاله نور په امریکا کې پاتې شو او د معلمۍ ترڅنګ یې کروندګري وکړه خو په دې کار کې بریالی نه و. بیا یې د انګلیسي ژبې ادبیات په پینګرټن اکاډیمۍ کې تدرس کړل. په همدې موده کې یې شعرونه هم ویل او ځینو نشریو ته یې د چاپ لپاره لېږل.

په ۱۹۱۲ کې یې ناببره پرېکړه وکړه چې له کورنۍ سره بریتانیا ته لاړ شي او هلته خپل ټول ژوند لیکوالۍ ته وقف کړي. دا ریسک یا قمار ده ته ګټور و ځکه چې هلته د ده لومړنی کتاب (A Boy’s Will) د ټولو پام ځان ته واړاوه.

رابرټ فراسټ په ۱۹۱۵ کې بېرته امریکا ته لاړ او له دې وروسته یې بخت خلاص شو. دی د ۱۹۶۳ د جنورۍ په په ۲۹ مه په ۸۸ کلنۍ کې د امریکا د ماساچوسیت ایالت په باسټن ښار کې مړ شو.

دا لاندې د رابرټ فراسټ یو شعر دی چې د پښتو ادب نامتو لیکوال او شاعر استاد سعدالدین شپون ژباړلی دی:

پخوا تر مرګه

هغه شیشکه، هغه چیژنه

چې یې زړوکی او سطل لاس کې

 موښي او توږي د دفترغولي

یو وخت د کلي، د ښکلو میره وه

اوس یې عکسونه لا هم ځړېږي

په هالیووډ کې

دومره نیازبین ګلالي خلک

له برمه ولوېدل

دومره لویان نېکان

داسې نچوړ شول

چې د شک ځای

یې نور نه دی پرېښی

که زما اورې، نو وختي مړ شه

چې بیا په هغو خلکو شمار نشې

چې د عمرونو کړاو پرې تېر شو

که دې قسمت وي چې بوډا مړ شې

نو تابیه نیسه، چې کاکه مړ شې؟

منډه يی خپله کړه، بازار درخپل کړه

مال دولت غونډ کړه

که ضرورت وي تخت و تاج خپل کړ

چې بیا څوک نه وايي، دا ښه سړی و

خوعاجز ګنکی و، یا ګوډاګی و

ځینې خپل علم ته ډېر خامتما وي

ځینې اخلاق غواړي، سړیتوب ستایي

چې هغوی دا غوښتل ته یې هم لرلی شې

د شهرت تلاش چې هر څه شي خو

د زړبودن بې شهرتۍ ته، ګمنامۍ ته نه رسېږي

او نه دې انجام آسانه کولی شی

بهتره دا ده چې په فېشن لاړ شې

چې یو څو ملګري لا درسره وي

که څه هم په پیسو دې اخیستی وي

تر دې چې یکي یواځې پاتې شې

آخر به مړ شې، رغیدن نشته

له همدې اوس نه

تابیه کوه، تابیه کوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب