تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۶ مه) ټاکل شوې ده چې د پاکستان حکومت په یو اړخیز ډول سر له نن څخه د تورخم دروازه په جزوي ډول بېرته پرانیزي.
پاکستاني چارواکو د دې کار هدف د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر اسانه کول ښوولی دی.
د تورخم او سپین بولدک د دوو مهمو لارو په شمول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو لارو بندېدو نه یوازې سوداګري ګډه وډه کړې، بلکې د دیورند کرښې د دواړو غاړو د خلکو تګ راتګ یې هم اغېزمن کړ.
پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې د تورخم او سپین بولدک لارې به یوازې د افغان کډوالود بېرته ستنولو لپاره پرانیستل شي.
پاکستان سلګونه زره افغان کډوال چې د دغه هیواد د چارواکو په وینا بې اسناده وو او همداراز د «افغان تابعیت لرونکي» بېرته ستنېدو ته اړ کړي دي.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اختر له له پای ته رسېدو وروسته، د خیبر پښتونخوا په کچه د بېاسناده افغان کډوالو پر ضد عملیات چټکېږي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د اختر په ورځو کې د نیونو بهیر په موقتي ډول درول شوی و. اوس باور د پاکستان د قانون پلي کوونکې ادارې غواړي سخت اقدامات بېرته پیل کړي، او هغه کسان ونیسي چې قانوني اسناد نه لري.
د طالبانو حکومت ویلي چې له پاکستان سره لارې تر هغو بیا نه پرانیزي چې پاکستان کلکه ژمنه نه وي ورکړې چې بیا به خپلې لارې د فشار د وسیلو په توګه نه بندوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له کبله دواړو خواوو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي تاوان اوښتی دی.