Homeخبرونهاسوشیتیدپریس: پاکستان له اوربنده وروسته پر افغانستان بریدونه پیل کړي

اسوشیتیدپریس: پاکستان له اوربنده وروسته پر افغانستان بریدونه پیل کړي

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۶ مه) د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ونښته، وروسته له هغه چې لنډمهالی اوربند پای ته ورسېد، د چهارشنبې په ورځ بیا ونښته.

 د طالبانو چارواکو ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

دا لنډ اوربند د دواړو خواوو له لوري د کوچني اختر له رارسېدو مخکې اعلان شوی و.

 د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه چارواکي، ضیاءالرحمن سپین‌غر وویل چې پاکستاني ځواکونو د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو پر لور د توپ لسګونه مرمۍ وویشتلې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان سرحدي ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې او ادعا یې وکړه چې درې پاکستاني پوځي پوستې یې ویجاړې کړې او یو کس یې وژلی دی، خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د پاکستان پوځ سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په شمال لوېدیځ کې یوه سیمه‌ییز پاکستاني چارواکي افغان ځواکونه تورن کړي چې په څو سیمو کې یې لومړی ډزې پیل کړې.

وروستۍ نښتې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته له هغه شوي، چې دواړو خواوو د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په غوښتنه د جګړو د درولو هوکړه کړې وه. دا اوربند وروسته له هغه اعلان شو چې د پاکستان په هوايي برید کې د کابل د معتادانو په روغتون کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

پاکستان دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې هغوی د وسلو یوه ډیپو په نښه کړې وه، نه ملکي وګړي.

له دې جلا، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي)، اعلان کړی چې د اختر د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته یې په پاکستان کې بیا بریدونه پیل کړي دي.

پاکستان پر کابل تور لګوي چې د ټي ټي پي مشرانو او زرګونو غړيو ته یې پناه ورکړې چې له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي.

کابل دا تورونه رد کړي، خو پاکستان ژمنه کړې چې تر هغه به په افغانستان کې د ټي ټي پي او د هغوی د ملاتړو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د افغانستان د طالبانو حکومت ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

په همدې حال کې ملګروملتو ویلي چې پاکستان تر اوسه د باور وړ شواهد نه دي خپاره کړي چې وښيي د پاکستان دننه د «ټي ټي پي» بریدونه د افغان طالبانو له لوري تنظیم شوي وي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غیر قانوني او د ملکي وګړو د ژوند له حقه سرغړونه بللي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د نړیوالو قوانینو له مخې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غیر قانوني او د ملکي وګړو د ژوند له حقه سرغړونه بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...