Home+کاذب پراډوکس | شاه محمود میاخېل

کاذب پراډوکس | شاه محمود میاخېل

افغانان د کاذب پراډوکس په منځ کې ګیر دي. د منافقت د فامیلي جبهې، طالبانو او د اسلام اباد د پروژوي کنفرانسونو د ګډونوالو اختریز پیغامونه او کابل کې د معتادینو په مرکز د وروستې وحشیانه بمباریو د خواخوږي پیغامونه داسې ښکاریدل چې د یوې منبع نه لیکل شوي و. فقط د سکې دوه مخونه و چې د پاکستان نوم یې هم نشو یادولې ځکه بیا د دوی پروژو ته تاوان رسیده.
افغانان د خبیثه مثلث په دریو ضلعو کې راګیر پاتې دي. نه د طالبانو د لومو نه ځانونه خلاصولې شي، نه د منافقت د جبهو نه، نه د پاکستان د دسیسو نه. دا نور چې د دغه خبیثه مثلث د ضلعو نه ځانونه بیرون ګڼي، په خپلو تاویلو ماویلو لکه ماشومان چې د لوبو د توکو سره لوبې کوي، مصروفه دي. هر یو فکر کوي چې اسلام اباد، واشنګتن، کابل، ډهلۍ، پاریس، لندن، مسکو، پیجنګ او نورو هیوادونه او د افغانستان ملت د دوی په قومانده او مشوره ښکته پورته کیږي.
همدې کاذب پراډوکسونو د افغانستان د بحران نه د ویستلو او د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو مخه نیولي او افغانستان یې د انزوا د سخت مشکل سره مخامخ کړیدی. په تیرو پنځوسو کلونو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره په داسې انزوا حالت کې دی چې نه ترې د ګاونډیانو سترګه سوزي او نه ترې د دنیا.
د انزوا دا اوسنې حالت د طالبانو د تیرې دورې نه هم بدتر حالت دی. تیره دوره کې د طالبانو حاکمیت دریو اسلامي هیوادونو په رسمیت پیژندلې و، پاکستان په کابل هوایي بمبارې نشو کولې، مشر ملا موجودیت ثابت و، قومانده کې چلیده، اکثره مشران یې غټ خیټي او فاسد نه و، البته فقر زیات و خو اوس خبره سر چپه ده.
دا حالت دوام نشي کولې. مخکې دور نه وروسته، یو نظام رامنځته شو چې افغانستان ملي او نړیوال اعتبار پیدا کړ. ډیرې تعلیمي، اقتصادي او امنیتي موسسات جوړ شول. دا ځل به د طالبانو د سقوط نه وروسته بیا د نوېیمې لسیزې غوندې پاټکسالاري وي او هر کلي او سیمه کې به یو ټوپکي قوماندان حاکم وي. د افغانانو مال، سر او ناموس به خوندي نه وي.
اوس هم لا سر وخت دی چې ټولې خواوې فکر وکړي چې خیر د دوی په کوم حالت کې دی؟ منطق، عقل او تدبیر همدا وایي چې دویم حالت د ټولو خواو لپاره خراب حالت دی. بهتر بدیل د یوې واقعي لوی جرګې راغوښتل او د یو مشروع او قانونمند نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعدول دي افغانستان د انزوا او بحران حالت نه ووځي. نورې خبرې هسې د وخت او فرصتونو ضایع کول دي.
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د بهرنیو اړیکو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...