د لرغونو قوانینو لنډه پېژندنه
(۵)
آشوري قوانین (Assyrian Laws)د هغو قواعدو مجموعه ده چې له میلاد څخه وړاندې له ۱۴۰۰ تر ۱۰۰۰ کلونو پورې د آشور په تمدن کې تدوین او نافذ شول. دې امپراتورۍ په شمالي بینالنهرین کې موقعیت درلود.
دا قوانین هم په خټینو لوایحو کې په میخي خط لیکل شوي وو او له پخوانیو قوانینو لکه د حمورابي له قانون څخه اغېزمن وو، خو د پخوانیو قوانینو پرتله سختدریځه وو.
د آشوري قوانینو ځانګړتیاوې دا وې:
- د ټولنې د وګړو طبقاتي وېش، هم په ټولنیز لحاظ او هم د جنسیت له مخې؛
- د مجازاتو شدت او په دې هکله سختدریځي؛
- د ښځو په هکله سرسخت مقررات؛ او
- پاچا د قانون مصدر او سرچینه وه.
د دې قوانینو محتویات په لاندې ډول وېشل کېدای شي:
۱– د ملکیت اړوند مقررات:
ملکیت په آشوري تمدن کې د ټولنې بنسټ ګڼل کېده او عبارت و له کرنیزو ځمکو، کورونو، اجناسو، مرییانو او مینځو، او حیواناتو څخه. تر ډېره د ملکیت خاوندان نارینه وو.
د آشوري قوانینو له مخې ملکیتونه په لاندې ډول وېشل کېدل:
- خصوصي ملکیت؛ چې په کورنۍ پورې تړاو درلود او مشري به یې د فامیل د مشر په واک کې وه؛
- فامیلي ملکیت؛ چې د میراث له لارې ترلاسه کېده؛ او
- دولتي او پاچاهي ملکیتونه چې د پاچا یا امپراتور ملکیت بلل کېدل.
د آشوري قوانینو له مخې ملکیتونه ثبتېدل او معاملات یې لکه بیه، اجاره، پور او د اجناسو تبادله جواز درلود.
له یاده و نه باسو چې دې قوانینو ارث په رسمیت پېژانده، خو د ښځو حقوق په میراث کې محدود وو.
۲– جزایي مقررات:
د دغو قوانینو له مخې سزاګانې ډېرې سختې او غیرانساني وې. په دې مانا چې:
- بدني جزاګانې لکه اعدام، د بدن د غړو پرې کول او په درو وهل، چې په لاندې مواردو کې به پلي کېدل:
- د قتل په وړاندې اعدام؛
- د وهلو مجازات او بدني سزاګانې؛
- د زنا په وړاندې شدید مجازات تر اعدام پورې؛
- د ښځې د خیانت په وړاندې تر اعدامه مجازات؛
- د غلا په وړاندې شدید مجازات تر اعدامه پورې؛ او
- د اموالو د ورانولو په وړاندې د خسارې جبران او بدني مجازات.
۳– د ښځو اړوند مقررات:
د آشوري قوانینو دریځ د ښځو په وړاندې ډېر سخت و. په دې مانا چې د واده شویو ښځو لپاره حجاب درلودل حتمي و او دا د هغوی لپاره د درناوي نښه ګڼل کېده. ناواده شوې ښځې او مینځې حجاب ته اړ نه وې.
که چېرې دا قواعد ماتېدل، متخلفې ښځې ته به بدني مجازات لکه د پزې پرې کول یا په درو وهل لازم ګڼل کېدل. خو د مجازاتو تطبیق یا نه تطبیق د مېړه یا پلار په واک کې و.
د نکاح او طلاق صلاحیت یوازې نارینه درلود، او ښځه د محدود مهر مستحقه وه.
آشوري قوانین، سره له دې چې د ټولنې بېلابېل طبقات یې په رسمیت پېژندل، خو د تطبیق پر مهال یې چلند مطلق طبقاتي و، چې موخه یې د واکمن د اقتدار تمثیل او کنټرول ګڼل کېده.
(نور بیا)