تاند (جمعه، د کب/ جوت ۲۹ مه) هند نن (جمعه) له افغانستان سره د پیوستون په نخښه کابل ته دوه نیم ټنه طبي وسایل او درمل ولېږل.
د هند د باندنیو چارو وزارت وویل چې په دې مرسته کې عاجل پکارېدونکي درمل، یو وار مصرفه وسایل، کیټونه او د مارچ د شپاړسمې نېټې د ټپیانو د تدواوۍ وسایل شامل دي.
د هند د باندنیو چارو وزارت وايي:«هند له افغانانو سره په خپل پیوستون ولاړ دس او په دې سختو شېبو کې به له هغوی سره هر راز ممکنه بشري مرسته جاري وساتي.»
هند دا مرسته وروسته له هغې کابل ته واستوله چې پاکستان په کابل کې د معتادانو پر روغتون بمباري وکړه او تر ۴۰۰ ډېر کسان یې شهیدان او تر ۲۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.