Homeخبرونهله اوربند سره سره پاکستان پر کونړ بریدونو ته دوام ورکړی

له اوربند سره سره پاکستان پر کونړ بریدونو ته دوام ورکړی

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۹ مه) د اوربند له اعلان سره سره پاکستان پر افغانستان د توپونو په وسیله پر افغانستان بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په کونړ ولایت کې خلک وايي چې د پاکستان په یوه برید کې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالي کې یوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې او د هغې درې کلن ماشوم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا برید د پنجشنبې په سهار شوی، چې پکې د دې ښځې مېړه، یو زوی او موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، وژل شوې ښځې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې کار کاوه او د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند پر مهال په کونړ کې خپل کور ته روانه وه.

د راپورونو پر بنسټ، هغه موټر چې دا روغتیاپاله او د هغې کورنۍ پکې سپاره وو، د لارې په اوږدو کې په ناړۍ ولسوالي کې په نخښه شوی، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

د کونړ څو اوسېدونکو تاند ته وویل چې په تېرو دوو ورځو (پنجشنبه او جمعه) پاکستان پر دې ولایت د توپ او هاوان لږ تر لږه ۶۰ ګولۍ ویشتي دي.

په کونړ کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو چارواکو مخکې له دې پاکستان تورن کړی و چې د کرښې له هغې خوا څخه د بریدونو په دوام سره اوربند ماتوي.

افغانستان او پاکستان د سعودي، قطر او ترکیې په غوښتنه د اختر په مناسبت پر موقت اوربند سلا وکړه.

وروستۍ پېښه ښيي چې اوربند ډېر نازک دی او د ملکي تلفاتو دوام کولای شي د اختر په ورځو کې د سولې هڅې له خطر سره مخامخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...