Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد متحده عربي اماراتو الاتحاد هوايی شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې

د متحده عربي اماراتو الاتحاد هوايی شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې

تاند (شنبه، د ۱۳۰۵کال د وري/ حمل لومړۍ) د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو الاتحاد هوايي شرکت افغانستان ته لومړنۍ الوتنې پیل کړې دي.

د دې وزارت په وینا، دغه هوايي شرکت به هره اوونۍ د کابل او ابوظبي ترمنځ څلور الوتنې کوي.

له دې مخکې، د روان کال د میزان په میاشت کې د اتحاد شرکت اجرائیه رئیس آنتونوالدو نیوس ویلي و چې کابل د دې شرکت د نوې ستراتیژۍ برخه ده، چې غواړي سیمه‌ییزو بازارونو ته خپل لاسرسی پراخ کړي. هغه زیاته کړې وه چې د الوتنو پیل به د سوداګرۍ، پانګونې او د کورنیو د لیدنو لپاره نوې زمینې برابرې کړي.

د افغان سوداګرو د شورا د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې اوسي او کار کوي، او دا هېواد د خلیج په سیمه کې د افغانانو لپاره له مهمو سوداګریزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د نورو افغانانو پرتله، چې په نورو هیوادونو کې اوسي، افغانستان ته ډېر ګټور تمامېږي ځکه چې په دغه هیواد کې دېره افغانان خپلې کابو ټولې ګټلې پیسې خپل هیواد ته استوي. او له بلې خوا د دې لپاره چې کورنۍ یې په افغانستان کې اوسي، خپل وطن ته ډېر سفرونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...