تاند (شنبه، د ۱۳۰۵کال د وري/ حمل لومړۍ) د بريتانيا د محاسبې ملي دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کابو ۷ زره افغان پناه غوښتونکو د اوسېدو ځای نامعلوم دی. دا هغه کسان دي چې بریتانیا ته لېږدول شوي خو وروسته یې یا خپل استوګنځای بدل کړی او یا یې نوی پته له حکومت سره نه ده ثبت کړې.
راپور زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۳۸ زره افغانان بریتانیا ته انتقال شوي، خو له هر پنځو کسانو څخه د نژدې یو د اوسېدو ځای په رسمي ډول نه دی معلوم. دا هغه کسان دي چې یا یې له راتګ وروسته شخصي استوګنځای برابر کړی او یا پرته له دې چې خپله نوې پته ورکړي له هوټلونو وتلي دي.
له بلې خوا، د بريتانيا دفاع وزارت یوه ویاند د راپور پر ځینو برخو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا معلومات «په بشپړه دقت نه دي لیکل شوي»، او ټینګار یې کړی چې حکومت اړ نه و چې د دې کسانو د استوګنې ځایونه په دوامداره توګه تعقیب کړي.
سره له دې، د بریتانیا حکومت یوه ویاند ټیلیګراف ورځپاڼه ته ویلي چې دا راپور د افغانانو د بیا مېشتېدو د پروسې پراخوالی او پېچلتیا ښيي. هغه ټینګار کړی چې حکومت لا هم ژمن دی څو د پارلمان تر دې دورې پورې د افغانانو د مېشتولو پروسه بشپړه کړي.
د راپور له مخې، تمه ده چې دا پروګرام تر ۲۰۳۳ کال پورې دوام وکړي او ټولټال ۴۸ زره افغانان—چې پخواني امنیتي او پولیس ځواکونه هم پکې شامل دي—بریتانیا ته ولېږدول شي.
همداراز ویل شوي چې د دې پروګرام لګښت شاوخوا ۵.۷ میلیارد پونډه اټکل شوی چې د بریتانیا مالیه ورکوونکي به یې ورکوي. د راپور له مخې، سره له دې چې د راتلونکو کسانو شمېر محدود شوی، د بیا مېشتېدو لګښتونه بیا هم ۱۵ سلنه زیات شوي دي.
که څه هم سیمه ییزې شوراګانې یا سیمهییزې ښاروالۍ د هر منل شوي افغان لپاره تر ۲۶ زره پونډو پورې مرسته ترلاسه کولای شي، خو د تېر کال اوسط لګښت د هر کس لپاره شاوخوا ۱۳۵۰۰ پونډه ښودل شوی دی.
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې ځینې بریتانیايي دفاعي چارواکي د غوښتونکو معلومات «پاکوي»، څو د هغو کسانو عمومي شمېر کم وښيي چې تمه ده دې هېواد ته راشي.