Homeخبرونهکاناډا له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې اوربند ته دوام ورکړي

کاناډا له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې اوربند ته دوام ورکړي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۹ مه) کاناډا د افغانستان او پاکستان له حکومتونو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د دوامداره کمېدو لپاره کار وکړي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پر ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) یې خپور کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موقت اوربند هرکلی کړی او ویلي، کاناډا د کړکېچ د کمولو د هڅو ملاتړ کوي او پر دواړو لورو غږ کوي چې دې وقفې ته دوام ورکړي.

په بیان کې راغلي: «موږ د لنډمهاله وقفې د اعلان هرکلی کوو او له دواړو خواوو غواړو چې د تاوتریخوالي د د دوامداره کمېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.»

کاناډا همداراز د دې جګړې له امله د ملکي وګړو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملکي مرګ ژوبلو د زیاتېدو په اړه «ژوره اندېښنه» لري.

د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقت اوربند د سیمې او نړۍ د ګڼو هیوادونو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...