Home+د ژوند د چارو د سمون په اړه یو نظر….| عبدالاول بشارت

د ژوند د چارو د سمون په اړه یو نظر….| عبدالاول بشارت

–  له ډېرو خلکو به مو اورېدلي وي، چې د ژوند د چارو د لا ښه سمون لپاره او پر ستونزو د غلبې په خاطر پر خپل

 “ ځان باور درلودل یا په بل عبارت پر نفس اعتماد درلودل “ تر ټولو اړین او مهم عنصر دی، اوس پر نفس اعتماد یا پر ځان باور درلودل، چېرته پیدا کېږي؟

چېرته خرڅېږي او پر څو دی؟

چیشی دی ؟

راځئ زه یې څو لارې درته ښیم چې پر ځان باور مو زیات شي؛

۱- هېڅکله خپل ځان له هېچا سره مهٔ مقایسه کوه!

۲- تل د چارو په اړه مثبت فکر کوه، له منفي ذهنیته ځان وساته!

۳- خپلې تېروتنې په ورین تندې ومنه!

۴- ته باید د خپل ځان خپله معرِّف یا نورو خلکو ته معرفي کوونکی وې، نه بل څوک!

یا که دغه ۴ ماده لږ ښه تشریح کړو، یعني داسي عمل وکړه، چې تا خپله په ټولنه کې هغسي چې ته یې همهغسي معرفي کړي، نه بل څوک؛ ځکه نور خلک خو نه غواړي، چې ستاسو د شخصیت په اړه مثبت نظر تر نورو خلکو ورسوي….

۵- خپلې موخې خپله وټاکه، د ژوند د موخو په ټاکلو کې مه له چا مشوره اخله، مه چاته واک ورکوه.چې تا ته ستا راتلونکې موخې وټاکې!

۶- هغه کار یا  کسب، مسلک چې دې ډېر خوښ وي، په ښه شوق او ذوق یې ترسره کوه، د چا د خبرو او منفي تبصرو پروا مه کوه!

مثلاً : چکر وهل، سفر درلودل، موسیقي اورېدل، مطالعه کول، ډریوري کول، ښکار ته وتل او…….

دا او دې ته ورته ټول کارونه د خپلې خوښې او طبعي سره سم وکړه او د هېچا په قصه کې مه اوسه!

۷- له خپل ځان سره یوازې وخت تېر کړه، له خپل ځان سره وغږېږه، خبرې وکړه، خپل ځان درته مخاطب کړه، هغه را وغږوه، ناویلې خبرې دې له ځان څخه واوره، او بیا یې له ځان سره تکرار کړه، په تېرو اشتباهاتو او تېروتنو دې فکر وکړه، مسوولیت او پړه یې له زړه ومنه، تر څو په راتلونکې کې د ورته تېروتنو له تکرار څخه بېغمه شې!

۸- او بالاخره، اتمه خبره دا ده، چې له خپل ځان سره، تل مهربانه، زړه سوانده، اوسه، خپل ځان ته خپله قدر، او ارزښت ورکړه، او خپل ځان ته زیات درناوی ولره، او هېچا ته هم اجازه مه ورکوه، چې تر څو ستاسو د شخصیت په اړه منفي نظر حتی په خپل سر کې ولري!

اظهارول او ویل خو هیسته پرېږده ……

که دغه پورتني اته موارد مو پر ځان عملي کړل، نو پر ځان باور مو د وجود په خټه کې له ریښو بیا را ټوکېږي او زرغونېږي، او بیا نو تاسي د ژوند په ستونزو داسي برلاسي کېږئ، لکه یو مسلکي وسله وال کس چې په یو ویده بې وسلې کس زورور وي ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...