د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه د مارچ د پنځمې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه، چې په پرانيستونکو مراسمو کې يې د دغه هېواد د دولت رئیس شي جین پینګ په شمول ګوندي او دولتي مشرانو ګډون کړی و او صدراعظم لي چيانګ غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی.
په دغه کاري راپور کې د چين د حکومت سږني کارونه او راتلونکی پنځه کلن پلان تشریح شوي او د کانګرېس غړيویې تر سنجش، څېړنې او بحث لاندې نيولي دي.
د چين حکومت په خپل کاري راپور او د ۱۵م پنځه کلن پلان(۲۰۲۶-۲۰۳۰) مسوده کې د خلکو د هوساینې پر اهمیت ټینګار کړی دی. دغه مسوده د ټولنیز-اقتصادي پرمختګ لپاره ۲۰ کلیدي شاخصونه لري، چې اوه یې د کار، عاید، زده کړو، روغتیا، د مشرانو او ماشومانو پاملرنې او پر ښهژوند متمرکز دي.
د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان په مسوده کې د خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره د سترو پروژو يادونه شوې او پکې راغلي چې دولتي خدمتونه به د ټولنو تر ټولو ژورو برخو پورې ورسېږي او تر کليوالي سيمو به وغځېږي او لرې پرتو سيمو او ګوښه شويو طبقو ته به لومړيتوب ورکړي.
د چين د حکومت په کاري راپور کې د دغه هېواد د تېر کال لاسته راوړنو ته هم اشاره شوې او پکې ويل شوي، چې د چين اقتصاد په ۲۰۲۵م کال کې عموماً ښه پرمختګ موندلی، کورنی ناخالص توليد يې ۵ سلنه زیات شوی او په ټولیزه توګه ۱۴۰ اعشاریه ۱۹ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی دی.
راپور وايي، تېر کال په چین کې کارموندنه په عمومي توګه ثابته وه، په ښارونو او ښارګوټو کې يې ۱۲ اعشاریه ۶۷میلیونه نوې دندې رامنځته شوي او د بېکارۍ منځنی انډول يې ۵ اعشاریه ۲ سلنه ښودل شوی دی.
د راپور په ټکو، په تېر ۲۰۲۵م کال کې د چين بهرنۍ سوداګرۍ چټکه وده کړې او د اوسېدونکو د عوایدو وده يې له اقتصادي ودې سره برابره روانه وه او د غلو دانو تولیديې ۷۱۵ ميلیونو ټنو ته رسېدلی و. برسېره پر دې، تېر کال د چین نوي کیفیت لرونکي تولید ثابته وده موندلې، ساینسي او ټېکنالوژیکي نوښت يې ګټورې پایلې درلودې او د چاپېریال کیفیت يې په دوامداره توګه ښه شوی و.
د چين د حکومت په کاري راپور کې د ناخالص کورني توليد سږنۍ پرمختيايي موخه له ۴ اعشاریه ۵ څخه تر ۵ سلنې پورې ټاکل شوې ده.
شنونکي وايي، د چین د اقتصادي ابادۍ پلان ته په کتو، د ناخالص کورني توليد سږنۍ پرمختيايي موخه يې تر ۲۰۳۵م کال پورې ورته موخې سره پيوست ده، بلکې بنسټ يې جوړوي. که چین غواړي تر ۲۰۳۵م کال پورې د هر سر ناخالص کورنی تولید يې د ۲۰۲۰م کال په نسبت دوه چنده شي او د منځنۍ کچې پرمختللو هېوادونو سویې ته ورسېږي، نو اقتصادي زياتوالی یې باید په راتلونکو ۱۰کلونو کې هر کال په منځنۍ توګه له ۴ اعشاریه ۱۷ سلنې زیات شي. نو ځکه د ناخالص کورني توليد سږنۍ پرمختيايي موخه يې د پنځلسم پنځه کلن پلان د عملي کېدو لپاره د بنسټ رول لري.
په دغه کاري راپور کې د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ یو لړ موخې ټاکل شوي، چې له مخې به يې اقتصاد کې ٪ ۴.۵ – ٪ ۵ زیاتوالی راشي، په ښارونو او علاقه داريو کې به یې د بېکارۍ کچه شاوخوا ٪ ۵.۵ وي او له ۱۲ ميليونو زياتې نوې دندې به خلکو ته برابرې شي، د اوسېدونکو د مصرفي بيې زیاتوالی به یېشاوخوا ٪ ۲ وي، د اوسېدونکو عایدات او ملي اقتصاد به یې هممهاله زیاتوالی ومومي، نړيوال عايدات او لګښتونه به یې عموماً برابر وي، د غلو دانو د تولید اندازه به یېشاوخوا ۷۰ ميليارډو کيلو ګرامو ته ورسېږي او د کورني ناخالص تولید د هر یونیټ لپاره به یې د کاربن ډای اکسایډ اخراج (CO2 per Unit of GDP) شاوخوا ٪ ۳.۸ کم شي.
سږ کال د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان د عملي کېدو لومړی کال دی او د حکومت سږنۍ لومړۍ دنده يې په کوردننه د پياوړو بازارونو جوړول او په ترڅ کې یې د خلکو مصرف هڅول دي.
د چینایانو د مصرف اوسنی ګراف شاوخوا ۴۰ سلنه ښودل شوی، چې دا د نړۍ له منځنۍ سویې څخه ټیټ دی.
په یاد کاري راپور کې ويل شوي، د چين حکومت به په ښارونو او ښارګوټو کې د خلکو عواید زیات کړي او د توکو مصرفي سویه او د خدمتي چارو مصرفي کیفیت به يې لوړ کړي، چې دا به نړیوالو ته له چیني بازار څخه د ګټې اخیستې لپاره ښه زمینه برابره کړي.
نوښت او ابتکار د پرمختګ لومړی هڅونکی ځواک بلل کېږي.
په چین کې د مصنوعي ځيرکتيا سلګونه لوی موډلونه په کار لوېدلي او فعال شوي دي او په ډېرو ښارونو او سیمو کې يې ځیرک روبوټونه ترسترګو کېږي.
په یاد کاري راپور کې ویل شوي، حکومت به نوی خوځنده ځواک وهڅوي او پرمختیا به ورکړي او د ځیرک اقتصاد نوې بڼه به رامنځته کړي.
راپور وايي، چین به د خدمتي چارو عمده بازار ته د داخلېدو او د ورخلاصون سویه نوره هم لوړه کړي او له نورو هېوادونو او سیمو سره به دوه اړخیزې همکارۍ او پانګونې لا پراخې کړي.