تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د امریکا د باندنیو چارو وزارت او د دې هېواد دیپلوماتیکو استازولیو په پاکستان او ترکیه کې خپلو اتباعو ته د دغو هېوادونو ځینو سیمو ته د سفر او حضور په اړه خبرداری ورکړی دی.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې په پاکستان کې د پراخو مذهبي مراسمو د ترسره کېدو له امله امنیتي تدابیر سخت شوي او د مارچ د ۱۰مې ورځې د غرمې له ۱۲ بجو وروسته به د امریکايي کارکوونکو تګ راتګ محدود شي.
سفارت زیاته کړې چې له دغو مراسمو سره به په ځینو سیمو کې د خلکو ګڼهګوڼه، دروند ترافیک، د پلټنې د پوستو زیاتوالی او د ټیلیفون او انټرنېټ په شبکو کې احتمالي ګډوډي رامنځته شي.
په خبرتیا کې له امریکايي اتباعو غوښتل شوي چې له لویو غونډو څخه ډډه وکړي او د خپل چاپېریال په اړه هوښیار واوسي، ځکه لاریونونه او غونډې، که سولهییزې هم وي، کېدای شي په تاوتریخوالي واوړي.
همدارنګه، په لاهور او کراچۍ کې د امریکا قونسلګریو خپل ټول قونسلي خدمات ځنډولي دي، خو په اسلاماباد کې سفارت لا هم یوازې خپلو اتباعو ته خدمات وړاندې کوي.
په جلا پرمختګ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر په نوې سپارښتنه کې ویلي چې امریکايي اتباع باید ترکیې ته د سفر پر مهال «زیات احتیاط» وکړي.
د دې خبرداري دلیل د ترهګرۍ ګواښ، وسلوالې شخړې او احتمالي خپلسري نیونې بلل شوي دي.
وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې د ترکیې جنوب ختیځو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له پیل وروسته په سیمه کې د توغندويي بریدونو او امنیتي ګواښونو خطر زیات شوی دی.
د دې وزارت په وینا، د مارچ په ۴مه د ناټو د هوايي دفاع سیستم یو ایراني بالستیک توغندی چې د ترکیې هوايي حریم ته روان و، له منځه وړی دی.
همداراز ویل شوي چې د امنیتي اندېښنو له امله د امریکا غیراضطراري دولتي کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي اړ شوي چې په ادانا ښار کې د امریکا قونسلګري پرېږدي او د دې استازولۍ قونسلي فعالیتونه هم ځنډول شوي دي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت له هغو اتباعو چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې ژوند کوي هم غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له دې سیمې ووځي.