Homeخبرونهد ترکیې په ساحل کې لږترلږه ۱۴ افغان کډوال ډوب شول

د ترکیې په ساحل کې لږترلږه ۱۴ افغان کډوال ډوب شول

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۸ مه) د ترکیې ساحل‌ساتو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د انتالیا په ساحلونو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ افغان کډوال، چې پکې شپږ ماشومان هم شامل دي، مړه شوي دي.

 د ترکیې پولیسو د کډوالو د «غیرقانوني قاچاق او لېږد» په شک شپږ کسان نیولي او ویلي یې دي چې د احتمالي ورکو شوو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

د ترکیې د ساحلي ګارد قوماندانۍ په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د دوشنبې په سهار یوه بادي کښتۍ، چې ګڼ شمېر «بې اسناده» کډوال پکې سپاره وو، د ساحلي ګارد د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) له خوا د انتالیا په اوبو کې وپېژندل شوه او وروسته دوې بېړۍ د پېښې ځای ته واستول شوې.

په بیان کې راغلي چې یادې کښتۍ، سره له دې چې څو ځله ورته خبرداری ورکړل شو، په تېز سرعت د تېښتې هڅه وکړه. خو لږ وروسته یې ناڅاپه لوری د ساحلي ګارد کښتۍ ته واړاوه او له ټکر وروسته یو شمېر کډوال سمندر ته ولوېدل.

بیان زیاتوي: «په سیمه کې د لټون او ژغورنې د عملیاتو په پایله کې شپږ کډوال او یو تن د انساني د قاچاق په تور شکمن، چې د ترکیې تبعه دی، ژوندي وژغورل شول؛ خو د ۱۴ نورو کډوالو مړي وموندل شول.»

همداراز له دې پېښې وروسته ۱۵ نور کډوال، چې له همدې کښتۍ څخه تښتېدلي وو، د ترکیې د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شول.

پولیس وايي چې د ورکو شوو کسانو د کره شمېر د معلومولو لپاره له ژغورل شوو کډوالو سره مرکې روانې دي او د لټون او ژغورنې عملیات هم دوام لري.

د دې پېښې په تړاو د انتالیا څارنوالۍ قضایي څېړنې پیل کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...