Homeخبرونهامریکا غواړي افغانستان د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیونو په فهرست کې...

امریکا غواړي افغانستان د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیونو په فهرست کې شامل کړي

تاند (دوشنبه،د کب/ حوت ۱۸ مه) رویټرز خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول راپور ورکړی چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو په پام کې لري افغانستان، چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې دی، د هغو هیوادونو په نوملړ کې شامل کړي چې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیولو ملاتړ کوي.

امریکا دا کار غالباً د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره کوي.

د راپور له مخې، احتمال شته چې امریکا دا پرېکړه نن (دوشنبې) اعلان کړي؛ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه لري.

ویل کېږي دا اقدام د طالبانو پر وړاندې د امریکا د فشارونو یوه برخه ده، څو هغه درې امریکايي وګړي خوشې کړي چې د واشنګټن په وینا په افغانستان کې په غیرقانوني ډول نیول شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې تمي بروس د سلواغې/ دلوې په ۲۳مه د امنیت شورا غونډې ته ویلي وو چې طالبان د بهرنیو وګړو د نیولو په وسیله له امریکا او نورو هېوادونو سره په خبرو کې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

تر دې یوه ورځ وروسته د امریکا د ولسمشر د مرستیال سلاکار سباستین ګورکا هم د طالبانو له لوري د نیول شوو امریکايي وګړو د خوشې کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په زغزده طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د «یرغمل نیونې سیاست» پای ته ورسوي، که نه له ناوړه پایلو سره به مخامخ شي.

سي این این تلویزیون د میزان په ۶مه راپور ورکړی و چې د پاول اوربي تر څنګ، چې ګومان کېږي په افغانستان کې مړ شوی وي، لږ تر لږه درې نور امریکايي وګړي هم د طالبانو په بند کې دي.

له دې وړاندې طالبانو پنځه امریکايي وګړي له خپلو زندانونو خوشې کړي وو. ایران لومړنی هېواد و چې د لوېدیځو هېوادونو د اتباعو د نیولو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه نوملړ کې شامل شو.

د «غیرقانوني نیونو ملاتړ کوونکي هېوادونه» نوملړ د امریکا حکومت په ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې جوړ کړی دی. د دې نوملړ هدف دا دی چې بهرني حکومتونه د امریکايي وګړو له نیولو او د سیاسي امتیازونو په بدل کې د هغوی له خوشې کولو څخه منع کړي؛ هغه کړنه چې امریکا یې «د یرغمل نیونې ډیپلوماسي» بولي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...