تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۸مه) افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې پاکستان اوربند مات کړ او د کابل په ګډون یې د افغانستان شاوخوا لس ولایتونه بمبار کړل چې، په وینا یې افغانستان له یوې تحمیلي جګړې سره مخ دی او د پاکستان پوځ غواړي پر افغانستان د فشار له لارې خپلې غوښتنې ومني.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې نوموړي له کابل مېشتو بهرنیو ډېپلوماټانو سره د روژه ماتي په یوه پروګرام کې کتلي او هغوی ته یې د سیمې د وضعیت او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانو شخړو په تړاو د خپلې ادارې دریځ روښانه کړی دی.
متقي په دې ناسته کې ویلي، چې د قطر او ترکیې له خبرو اترو وروسته د دوی مرکچي پلاوی له سعودي عربستان سره د خبرو اترو پر متن جوړولو بوخت و او د حسن نیت لپاره یې درې پاکستاني نظامي جنګي اسیران د سعودي پلاوي ته وسپارل، خو وایي پاکستان اوربند مات کړ او پر افغانستان یې هوایي یرغل وکړ.
ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، کندهار، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، پروان، کابل ولایتونو کې پاکستان هوایي یرغل وکړ او ملکیان یې ووژل.
متقي ویلي، چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان ستونزه نوې نه ده بلکې دا د دوی له واک ته رسېدو مخکې رامنځته شوې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې پاکستاني جنرالان د دې پرځای چې خپله د خپل هېواد داخلي ستونزې حل کړي، د ټولې سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
امیرخان متقي خبرداری ورکړ، چې تېرو لسیزو دا ثابته کړې ده، چې د فشار او ځواک بې اساسه استفاده، د مشکلاتو د حل پرځای د مقاومت څپه لا قوي کوي.
هغه وایي پاکستان اوس مهال له داسې مشکل سره مخ دی او غواړي په غیرمنطقي ډول افغانستان هم پکې ښکیل کړي.
متقي د پاکستان له پوځي مشرانو وغوښتل، چې د افغانستان په اړه خپل نظر بدل کړي، ځکه په خبره یې افغانانو په تاریخ کې زور او فشار ته سر نه دی ټیټ کړی.
متقي په کابل کې له مېشتو بهرنیو سفیرانو وغوښتل، چې د دوی دریځ د خپلو هېوادونو مشرانو ته ولېږدوي.
متقي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، هم مهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې او جګړه روانه ده.
دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي، خو د ملګرو ملتونود راپورونو پر اساس بیا پاکستان په هوایي یرغلونو کې ډېری ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.