تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۸مه) د هرات ولایت ځايي مسوولان وایي، له اسلامکلا بندر څخه هره ورځ تر ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګراتګ کوي.
کمیشنر حضرت زعیم آغا زیاتوي، سره له دې چې ایران کې کړکېچ او جګړه روانه ده، خو بیاهم د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیټ او تګراتګ بهیر په عادي ډول دوام لري.
نوموړی وایي، په دې برخه کې تر اوسه کوم جدي خنډ نه دی رامنځته شوی.
حضرت زعیم اغا وایي دمګړۍ په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستانه، ایران ته ځي او نږدې ۷۰۰ نور بار وړونکي موټر له همدې لارې هېواد ته داخلېږي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې، د هېواد د مرکز کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې خلک د توکو له لوړو بیو شکایتونه لري او وایي، په هر جنس کې قیمتونه لوړ شوي چې، د بېوزلو کورنیو ژوند یې سخت کړی دی.
بل لورته بیا د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وایي، هر هغه سوداګر چې د ایران د لارو د تړل کېدو په پلمه د توکو بیې په خپل سر لوړې کړي، له قانوني او جدي چلند سره به مخ شي.
ایراني چارواکي هم وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا هم دوام لري، خو وایي د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د ایران د ځینو سوداګریزو بندرونو په نښه کول کله ناکله د توکو د لېږد په بهیر کې ستونزې رامنځته کړي.