تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۸مه) د ایران د روغتیا مرستیال وزیر علي جعفریان په یوه مرکه کې د تېرو نهو ورځو په اوږدو کې د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو له امله د وژلشویو ایرانیانو د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره اعلان کړه.
نوموړي د وروستیو جزیاتو له مخې ویلي چې، څه باندې ۱۲۵۵ کسان وژل شوي او تر۱۲ زره زیات بیا ټپیان شوي دي.
جعفریان په دغه مرکه کې وویل چې د قربانیانو عمرونه له ۸ میاشتو څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي.
نوموړي له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړه چې، په مړو کې ۲۰۰ ښځې او ۱۶۸ ماشومان شامل دي، چې ۱۶۸ یې یوازې د میناب د نجونو په ښوونځي برید کې وژل شوي دي.
هغه ویلي چې په روغتیايي برخه کې یې هم ۵۵ روغتیایی کارکونکي ټپیان شوي او ۱۱ کسان وژل شوي، چې پکې ۴ ډاکټران، ۲ نرسان او ۳ طبي کارکوونکي شامل دي.
د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ټینګار وکړ چې د ډېری ټپیانو حالت ښه نه دی او په خبره یې دا چې، د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري، ممکن د تلفاتو شمېر لوړ شي.
دغه جګړه د فبروري په ۲۸مه پیل شوه، اوس یې نهمه ورځ ده خو بیا هم د جګړې د شدت د کمېدو یا د اوربند لپاره د جدي هڅو نښې نښانې نه لیدل کیږي.