Homeخبرونهد امریکا په کلیفورنیا کې د سندرغاړې «ریحانې» پرکور وسله‌وال برید شوی

د امریکا په کلیفورنیا کې د سندرغاړې «ریحانې» پرکور وسله‌وال برید شوی

 تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۸مه) ‏ د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا کلیفورنیا ایالت کې یوې ۳۰ کلنې ښځې له خپل موټر څخه د مشهورې سندرغاړې «ریحانې» پر کور ډزې کړې دي.

د لاس انجلس پولیسو ویلي چې، د ماسپښین په شاوخوا یوه نیمه بجه د پیښې ځای ته ور رسېدلي او د لومړنیو تحقیقاتو وروسته تائید کړې چې، یوه مرمۍ د کور پر دیوال لګېدلې ده.

پولیس وایي په دې برید کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

رویټرز په خپل راپور کې ویلي چې، د برید کوونې په اړه د پولیسو څېړنې ښيي چې ویښتان یې ګنډلي او کریم رنګه کمیس یې درلود او له برید شاوخوا ۳۰ دقیقې وروسته د پلورنځي په پارکینګ کې نیول شوې ده.

پولیس وایي سندرغاړې ریحانه د پیښې پرمهال په کور کې وه.

د مالوماتو له مخې ریحانه  له خپل خاوند  او درېیو کوچنیو ماشومانو (دوه هلکان او یوه پنځه میاشتنۍ نجلۍ) سره په دغه کور کې ژوند کوي.

پولیسو تر اوسه د شکمن کس په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...