Home+د نړی فیشني اصطلاحات | نعمت الله صدیقي

د نړی فیشني اصطلاحات | نعمت الله صدیقي

د اوسنیو لویو او وړو جګړو له ټول هیت او ماهیت دا یو شی بېخي واضحه شو، چې که نړۍ هر څومره د تمدن او مدنیت چیغي ووهي؛ خو په عمل او طبعیت کې یې له انسانه سره د بغض او عداوت خیرن او خچن تمایل اوس هم پرې غالب او معاصر انسان مغلوب دی.

 

زه نه وایم چې څوک څومره برتري او لوی طاقت لري یا څوک چیرته پړ او ملامت دی او څومره فاتح، مات او ناکام دي؛ اصلاً جګړه بریا او فتحه نلري یوازینی زیان او ګټه یې د انساني او بشري عظمت غورځول او راپرځول دي؛ هغوی چې د نړی د بشري اعادې خبره، شعار، اخلاق، حقوق او د اصولو منشور او بنسټونو یې جوړوي، تر هغه وخت یې دا اصطلاحات فیشني او «ذو معني» دي. تر کومه چې د جګړې همدا تمایل غالب وي.

 

ذو معنیت او فیشني یې همدا ده، چې دا وخت نړی تر بل هر وخت ډېره د چټکو او بېرحمانه جنګي بدلونونو سره مخ ده او د هیڅ خبرې او ویلو توجیه یا جواز یې نشته؛ بغیر له همدې اصطلاحاتو چې استفادې یې په تقریباً نه؛ بلکې په مطلق ډول د ټولو هغو بشري حقوقو، فکري مواعظو انساني عواطفو، حقوقي او اخلاقي دریځونو او د ملګرو ملتونو او نړېوال کنوینسنونه یې له خپلو اعادو سره سره متضاد او برعکس درولي دي او ټوله نړۍ د همدې چارټرونو او برنامو یوازې د رسمیاتو برخه ده او ښه په برندو سترګو یې د بشریت ضد او او تروریستي اعمالو ننداره کوي.

 

د نړۍ د څو سوه مملکتونو سترګې او وجدان چې د همدې اصطلاحاتو، شعارونو او قواعدو په لاس او طاقت د زجر او اذیت لاندې دي، اصیل او باهدفه مزاحمت او مفاهمت یې یوازې همدومره دی چې بس ځان وساته؛ ګویا انساني او بشري ارزښت اوس تر همغه چا محدود او پاتې دی، چې څوک یې تر جغ لاندې دی او په هغه محاوره چې وایي «غم پوه شه او غمجن یې پوه شه».

 

له دې معلومېږي چې نړی د یوه بې توازونه طاقت له مرکز سره مخ ده او دا مرکز د پورته بشري اصطلاحاتو ترڅنګ د نړی بل هیڅ ځواک، ارزښت، معاصریت او احترام نه پېژني او که یې بیا دپېژندني یې وایي، یوازې یې د جواز جوړولو لپاره بېخي پر ناانډوله او درواغجنه بڼه وایي.

 

په داسې یوه جنګي بحران او حالت کې نړی ته د نورو ناانډوله طاقتونو د جوړولو وصیه اخلاقي توجیه نلري؛ خو که د بېلانس او د ځان ژغورنې خبره وي؛ نو د محکومو خلکو او قومونو لپاره هم د دغسې طاقتونو د جوړولو او په اړه یې فکر کول لازم دي؛ خو دا فکر دې د اوسنیو طاقتونو غوندې پر منفي او ناانډولتوب بېخي نه راوڅرخي.

 

دا د غور وړ ده، په ۲۰۱۱م کال په نیویارک کې د Steven Pinker له خوا د The Better Angels of Our Nature په نامه کتاب لیکلی او خپور شوی دی، لیکوال وایي چې د انسان د خپل بشري تاریخ په اوږدو کې تشدد وار په وار کم کړی دی او په تدریجي ډول مهذب شوی دی د لیکوال په اند تعلیم، ټکنالوژي او تمدني پرمختګ د انسان په طبیعت کې موجوده وحشت او بربریت نسبي کمښت ته راوستی او خلکو ته یې د یو بل د منلو او زغملو لپاره لا ډېره زمینه سازي کړې ده؛ خو ولې کله چې موږ د معاصرو جګړو او بریدونو او په کې د بې ګناه انسانانو او عامو خلکو د مرګ او ژوبلې وینې وینې صحنې وینو؛ نو دا پوښتنه راولاړېږي چې ایا رښتیا هم انسانان تر هغه پخواني تشدد کې کم تشدد کوي او که که برعکس د نوې ټکنالوژۍ او د وسلو او پیسو په زور د تباهۍ او نابودۍ ځواک او طاقت لا ډېر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...