دوشنبه، د کب/ حوت ۱۸ مه) په داسي حال کې چې پر افغانستان د پاکستان یرغل دوام لري، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبې، د کب ۱۸ مه)، د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله او سرپرسته جورجت ګانیون د دغه هېواد د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.
ټاکل شوې دا غونډه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجې دایره شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لیندۍ/ قوس په ۱۹مه هم د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کړې وه.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د بشري حقونو د محدودیتونو، بشري مرستو د ستونزو، د ترهګرۍ د خطرونو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او د دغو نښتو په نتیجه کې افغانستان ته د راغلیو کډوالو د کړاوونو او د هغوی پر کمپ د بریدونو او همداراز د پاکستان د بریدونو له کبله د زلزله ځپلو د بیا بې ځایه کېدو په شمول د افغانستان د ګڼو ستونزو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.
د امنیت شورا ډېرو غړو په پخوانیو غونډو کې د طالبانو د تګلارو او په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
طالبانو هغه غونډې چې د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د استازي له حضور پرته ترسره کېږي، بېاغېزې بللې او غوښتنه یې کړې چې هېوادونه دې له دوی سره مستقیم تعامل وکړي.