تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) قطر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه باید د خبرواترو او دیپلوماسۍ له لارې حل شي نه د جګړې په وسیله.
د قطر د باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني تېره شپه د سکای نیوز له مشهورې خبریالې یلدا حکیم سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نړیوالو ټول پام د ایران او اسراییل او امریکا جګړې ته دی، د افغانسان او پاکستان ترمنځ هم جګړه روانه ده، په دې اړه څه فکر کوي، هغه وویل : «بې له شکه دا هم یوه ډېره ستره اندېښنه ده چې موږ یې لرو، هماغسي چې د ایران او زموږ د سیمې د هیوادونو ترمنځ شخړه روانه ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم روانه ده، دا ټوله سیمه ګواښي. قطر، ترکیې او سعودي عربستان تېر ځل ډېرې هڅې وکړې چې منځګړتوب وکړي خو له بده مرغه هغسي نتیجه یې ترلاسه نه کړه چې دوی غوښتل، او حتي مخکې تر دې چې د دوی (پاکستان او افغانستان) ترمنځ نښتې پیل شي، موږ هڅې وکړې چې یوه حللار ومومو خو له بده مرغه ونه توانېدو چې هغه مهال نتیجه ترلاسه کړو.»
د قطر د باندنیو چارو وزیرهیله څرګنده کړه چې د جګړې ځای دیپلوماسي او رغنده خبرې اترې ونیسي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې څه باندې لس ورځې پخوا وروسته له دې پیل شوې چې پاکستان پر افغانستان بمبارۍ وکړې او د افغانستان امنیتي ځواکونو په غبرګون کې د پاکستان پوستې وویشتې.
د پاکستان چارواکي لا هم ټینګار کوي چې جګړې په تېره بیا بمباریو ته تر هغو دوام ورکوي چې د دوی په وینا د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي.
د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي د ملاتړ په اړه د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان له دوی څخه غواړي چې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې له ټي ټي پي سره وجنګېږي. خو دا د پاکستان خپل کار دی چې په خپله خوا کې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.