تاند (پنجشنبه د کب – حوت ۱۴مه) ننګرهار کې د بېلابېلو قومونو استازو د يوې غونډې پرمهال د پاکستان د پوځ د ظلمونو پر وړاندې د ملي قيام خبرداری ورکړ.
دوی پرون ناوخته د یوې غونډې پرمهال چې د طالبانو د ولایت مقام په انګړ کې وشوه اعلان وکړ چې، د هېواد ساتنې، عزت، خپلواکۍ او دفاع په لار کې به د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولسي ځواک هم مبارزه پيل کړي.
ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، په دې غونډه کې د طالبانو سیمه ییزو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.
د ګډونوالو له ډلې ملک قاري مطيع الله وويل، چې د پاکستاني پوځ پرلپسې ظلمونو اړ کړي چې، د ملي قیام په تړاو فکر وکړي او خبرداری ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې نوموړي وويل: « د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې د خلکو احساسات د کنټرول نه دي او سلګونه زره ځوانان دې ته چمتو دي، چې د دښمن پر وړاندې و جنګيږي.»
دغه راز د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني غړي ذبيح الله زمري له هېواد څخه دفاع د ټولو قومونو شرعي او قانوني مکلفيت ياد کړی او زياته کړې ده، چې د پاکستان ظالم حکومت پر وړاندې ټول افغانان بشپړ يووالی لري.
خبرپاڼه بیا د ملک جهانزيب موموند له قوله لیکلي: « افغانانو په خالي لاس او عادي وسايلو درې امپراطورۍ ړنګې کړي دي او زياته يې کړه چې ولسونه د حکومت تش غږ ته منتظر دي چې د دښمن پر وړاندې په يو ستر قوت سره راووځي.
هغه وويل: « که نن ولسونو ته اجازه وشي نو په فرضي کرښه تېر شوی اغزن تار به راټول کړي، همدا راز يې وويل، مونږ د ولسي ځواک جوړولو او هر ډول امکاناتو برابرولو ته چمتو يو.»
د غونډې پرمهال بیا ننګرهار کې د طالبانو د حکومت والي ملا محمد نعیم ویلي چې، افغان ځواکونه د دښمن د دسيسو او تخريبي تحرکاتو د مخنيوي توان لري او عملاً له هېواد څخه دفاع کوي.
د خبرپاڼط له مخې ټاکل شوې، چې ډېر ژر په ننګرهار کې د هېواد په کچه د پاکستاني پوځ د ظلمونو پر وړاندې ولسونه ملي قیام وکړي، چې نورو ولایتونو ته به هم وغځيږي.
دا غونډه په داسې مهال ترسره کېږي چې، هممهاله د پاکستان د پوځ جیټ الوتکې هره شپه د افغانستان خاوره تر هوایي یرغل لاندې نیسي چې، دې چارې خلکو ته اندېښنې راپورته کړې دي.
د افغانستان او پاکستان جګړه: ترکیې د اوربند لپاره د منځکړتوب وړاندیز وکړ