Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان جګړه: ترکیې د اوربند لپاره د منځکړتوب وړاندیز...

د افغانستان او پاکستان جګړه: ترکیې د اوربند لپاره د منځکړتوب وړاندیز وکړ

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۱۴ مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نوي اوربند د د ټینګولو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.

اردوغان دا وړاندیز پرون (چهارشنبې) وروسته له دې وکړ چې یوه ورځ وړاندې یې د افغانستان- پاکستان د جګړې د بندېدو او د منځني ختیځ د روان کړکېچ په اړه د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره ټېلفوني خبرې وکړې.

خو د دوی له خبرو وروسته د پاکستان د قواوو عمومي قوماندان او لوی درستیز عاصم منیر له افغانستان سره د جګړې د پای ته رسېدا لپاره خپل پخواني شرطونه اکرار کړل.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي چې تلپاتې سوله هغه مهال ممکنه ده چې کابل له هغو وسله‌والو ډلو سره اړیکې پرې کړي چې پر پاکستان بریدونه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو، چې پر کابل او ننګرهار د پاکستان له هوايي بریدونو سره پیل شول، نن (پنجشنبه) اتمه ده.

شخړه تېره اوونۍ هغه مهال پیل شوه چې افغانستان د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د تېرې اوونۍ د هوايي بریدونو په غبرګون کې بریدونه وکړل. له هغه وروسته پاکستان پر فرضي کرښه عملیات ترسره کړي او اعلان یې کړی چې له افغانستان سره په «پرانیستې جګړه» کې دی، چې دې حالت نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده.

روانو نښتو هغه پخوانی اوربند پای ته ورساوه چې د اکتوبر په میاشت کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب شوی و، هغه مهال چې دواړه ګاونډیان یو ځل بیا جګړې ته نژدې شوي وو. دا اوربند په قطر کې لاسلیک شوی و او ورپسې دواړو خواوو په استانبول کې شپږ ورځنې خبرې وکړې، چې په پایله کې یې د اوربند د غځولو او د نوومبر په میاشت کې د درېیم پړاو خبرو پر ترسره کېدو هوکړه وه.

خو د نوومبر د ۶مې او ۷مې خبرو کومه لاسته راوړنه نه لرله او د خبرو بهیر ټکنی شو.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر تېره شپه په یوه بیان کې ویلي چې اردوغان د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې «په پاکستان کې ترهګریز بریدونه وغندل» او ویې ویل چې ترکیه به د «پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د بیا ټینګښت لپاره هڅه وکړي.»

د شهباز شریف دفتر په مستقیم ډول د اردوغان د منځګړیتوب وړاندیز تایید نه کړ، خو ویې ویل چې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۶۱۱ کیلومتره اوږدې «پولې» پر سر د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړې. په بیان کې راغلي چې دواړو «د وروستیو پرمختګونو په اړه نظرونه تبادله کړل» او د سیمې د سولې او ثبات لپاره به په نژدې اړیکه کې پاتې شي.

پاکستان وايي، د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په ټینګولو کې د مرستې وړاندیز وکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...