تاند(پنجشنبه، د کب/ حوت ۱۴ مه) پر افغانستان د پاکستان د یرغل په وړاندې اکثرو پاکستانیانو، حتي پنجابیانو او سندیانو هم غبرګون ښوولی دی.
پرون ((چهارشنبه) د پاکستان لوی درستیز او د قواوو عمومي قوماندان عاصم منیر په یوه غونډه کې وویل چې دا ورته د منلو نه ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف وکارول شي او تر هغو به جګړه ونه درول شي چې پوره ډاډه شوی نه وي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نه کارول کېږي.
د جنرال منیر دا خبر ګڼو پاکستاني رسنیو په خپلو خواله رسنیو کې هم خپور کړی خو عامو پاکستانیانو د ده د دې څرګندونو د تایید پر ځای په خپلو تبصرو کې نوموړی غندلی او ورته ویلي «په خپل ورور او مسلمان ګاونډي برید هیڅ افتخار نه دی.» ځینو لیکلي چې «د ټرمپ اوامر مو په ځای کړي.»
د باسط عبدال په نوم د فیسبوک یوه کاروونکي لیکلي«تر ځان کمزوری هر څوک ځپلی شي، دا کوم غیرت نه دی، ستاسو غیرت او مېړانه به هغه وخت څوک ومني چې تر ځان پر پیاوړی برید وکړئ. تاسو دومره ډارن او بې زړه یاست چې د ایران ملاتړ او د ټرمپ غندنه مو ونه کړای شوه.»
یوه بل پاکستاني د خواجه اصف څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي و چې پاکستان د امریکا له مرستو پرته ساه نه شي ایستلی. حتی د یوې ورځې د تېلو پیسې نه لري.
نورمان خان لیکلي:«عاصم منیر د امریکا لپاره مسلمانان سره جنګوي، پاکستانیانو په دې مو سر خلاص کړئ.»
نفیس شېر کښلي:«زموږ تش په نوم مارشاله څه خبره ده- کفار د اسلام او مسلمانانو خلاف متحد شوي او زموږ سپه سالار د ډالرو په بدل کې پر خپل مسلمان ملک پر بمبارۍ بوخت دی.»
ځینو نورو کښلي چې عاصم منیر د امریکا تر ټولو لوی غلام دی.
په سلګونو او حتي زرګونو تبصرو کې یوه داسي تبصره نه ترسترګو کېږي چې د هغه د روایت ملاتړ پکې وي.
د ګڼو پاکستانیانو ترڅنګ یوه افغان په پښتو ژبه ورته لیکلي: « تاسي ډوډۍ د ټرمپ خورئ او خبرې په مونږ پسې کوئ، که دومره وخت مو خپل هیواد ته ورکړی وای ډیره ترقي به مو کړې وه. خو تاسی د بل په شر کې خپل خیر لټوئ ځکه خو ذلیله کیږئ»
پر یوه بل پوست چې پاکستاني رسنیو پر بګرام د بمبارۍ په اړه خپور کړی، لا ډېرې توندې نیوکې شوي او ویل شوي چې پاکستان دا کار د ولسمشر ټرمپ په امر کړی دی.