تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۱۴مه) ملګرو ملتونو ویلي چې د پاکستان د بمباریو له کبله د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځ کې کابو ۶۶ زره کسان بېځایه شوي دي، او خبرداری یې ورکړی چې جګړو بشري تاسیساتو ته هم زیان رسولی او د مرستو رسونه یې ګډوډه کړې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، د پاکستان د هوايي بریدونو له امله څو بشري مرکزونه زیانمن شوي، چې پکې په تورخم کې د مډوالو د نړیوال سازمان تر ادارې لاندې ۲۰ بستریز بېړنی روغتون، د لېږد رالېږد مرکز، او د بېرته ستنېدونکو کډوالو د منلو تاسیسات شامل دي.
د ملګرو ملتونو موندنې دا هم تاییدوي چې د جګړو پر مهال کورونه او عامه ودانۍ هم په نښه شوې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په یوه خبري ناسته کې وویل: «په افغانستان کې راپور ورکړل شوی چې نژدې ۶۶ زره کسان د ختیځ او جنوب ختیځ په پنځو ولایتونو کې بېځایه شوي دي. استوګنې سیمې په نښه شوې دي، او د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.
ملګري ملتونه دا هم وايي چې اغېزمن شویو سیمو ته په تګ راتګ کې د ستونزو له کبله لا هم پوره جزییات نه شته.
د سختو ځپل شویو سیمو اوسېدونکي وایي چې بریدونو ټولې کورنۍ ویجاړې کړې دي.
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره، د پاکستان د هوايي برید له امله یو کور ونړېد. ځايي اوسېدونکو وویل چې لږ تر لږه ۱۴ کسان په دې برید کې وژل شوي دي. د قربانیانو یوه خپلوان شریفالله وویل: «موږ ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې. زموږ وضعیت ډېر سخت دی.»
یوه بل اوسېدونکي، محمد قاسم، وویل چې کورنۍ بې مرستو په میدان پاتې دي. هغه وویل: «موږ هېڅ نه لرو. شپې همداسې تېروو.»
د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما مخکې تایید کړې وه چې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي، خو طالب چارواکي وایي چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې ډېر لوړ دی.
تاوتریخوالي په داسې حال کې د بشري مرستو بهیر لا پېچلی کړی چې افغانستان له وړاندې په نړۍ کې له یوه تر ټولو سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. ملګرو ملتونو ویلي چې نښتو د خوړو نړیوال پروګرام اړ کړی چې په ځینو اغېزمنو سیمو کې خپلې ځینې چارې وځنډوي، چې له امله یې شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو ته د خوړو مرستې ګډوډې شوې دي.