Homeخبرونهد پاکستان د بمباریو له کبله په خوست کې سلګونه کورنۍ بې...

د پاکستان د بمباریو له کبله په خوست کې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۱۴ مه) د خوست ولایت په هغو سیمو کې چې ډیورند کرښې ته نژدې دي، د پاکستاني ځواکونو د پرله‌پسې بریدونو له امله سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

 ځایي اوسېدونکي وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې ساحه کې جګړه لا هم روانه ده.

د فرضي کېښې ته د څېرمه ولسوالیو اوسېدونکو ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دوی پر مېنو درنې مرمۍ لګېدلي او هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

په کونړ کې د جګړې له امله تر دې دمه ۳۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

د خوست یوه اوسېدونکي، سمیع‌الله، وویل: «وضعیت ډېر د اندېښنې وړ و. د ډزو او جګړې غږونه اورېدل کېدل. خلک اړ شول چې خپلې سیمې پرېږدي.»

ځايي سرچینو ویلي چې پاکستاني ځواکونو وړمه شپه د ولایت په دوو سیمو کې هوايي بریدونه کړي، چې د دوی په وینا ملکي سیمې وې.

د خوست د اوسېدونکو په وینا، په یوه برید کې یو ۱۵ کلن زلمکی وژل شوی او په بل برید کې یوه ښځه ټپي شوې ده.

دوی همداراز وايي چې جګړې هغه ملکي وګړي لا زیات اندېښمن کړي چې له وړاندې له سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ دي.

د خوست یوه بل اوسېدونکي، ګلاب خان، وویل: «موږ غواړو چې ملکي خلک په نخښه نه شي. عام خلک بېخي بې‌ګناه دي او له مخکې نه په ډېر سخت اقتصادي حالت کې ژوند کوي.»

د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما خبرداری ورکړی چې زیاتېدونکې تاوتریخوالی پر ملکي وګړو لا ډېر اغېز کوي. د ملګرو ملتونو دې ماموریت ویلي چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور — چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي — ټپیان شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه، چې د پاکستان له بمباریو سره پیل شوې، له تېرو اوو ورځو راهیسې روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...