تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۱۳مه ) په کونړ کې د پاکستاني پوځ د ړندو بمباريو له امله د دغه ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي له خپلو مېنو بېځايه شوي.
دوی وایي چې، په بریدونو کې یې کورونه په نښه شوي او ویجاړ شوي دي.
د بې ځایه شویو له ډلې عبدالمنان ساپی وایي، دوی وروسته له هغې کډوالۍ ته اړ شول کله چې، د دوی په کلي کې مرمۍ ولګېده او د دوی د کور ښېښې یې ماتې کړې او د کورنۍ غړي یې ژوبل کړل.
هغه وایي، د ده په څېر لسګونه کورنۍ له همدې حال سره مخ دي او کډوال شوي دي.
په همدې حال کې طالب چارواکو ویلي چې، له پاکستان یې ميدان وړی؛ خو دغه هېواد بیا د ملکي وګړو کورونه او عامه تاسیسات په نښه کوي.
کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر ضياالرحمن سپینغر وايي، پاکستاني پوځ په مخامخ جګړه کې خپل توان له لاسه ورکړی او اوس يې د ملکي وګرو په نښه کولو ته مخه کړې ده.
دغه ولایت کې له ۳۰۰ ډېرې کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
خليلزاد: د پاکستاني پوځ او عام پاکستانیانو ترمنځ واټن په زياتېدو دی