تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۱۳مه ) افغان سولې لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، دمګړۍ د پاکستان د پوځ او د دغه هېواد د خلکو ترمنځ واټن مخ په زياتېدو دی.
نوموړي نن چهارشنبه پر خپله ايکسپاڼه دغه خبرې لیکلې دي.
هغه زیاته کړې چې: «زه باور نه لرم چې د پاکستان خلک د واکمنې ادارې له هغو تګلارو ملاتړ وکړي چې د افغان ملکي وګړو د وژنې لامل شوې دي، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په راپور کې ثبت شوې دي.»
خلیلزاد د پوښتنې په ډول لیکلي چې، ایا د خلکو او واکمنې ادارې ترمنځ واټن مخ په زياتېدو دی؟
بیا یې خپله په ځواب کې لیکي: «زما په اند، هو، همداسې ده.»
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، پرون سه شنبه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو استازولۍ (يوناما) په خپل راپور کې وويل، پاکستاني پوځيانو د خپلو بريدونو پر مهال افغانستان کې ملکيان په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په نښه کړي او وژلي دي.
د فوربس پر اساس بې پېلوټه الوتکې د پاکستان خلاف څومره اغېزمنې دي.؟