تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۱۳مه ) د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن ماښام جنوبي افریقا د نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
افریقا تر دې دمه د کرکټ په نړیوال جامونو کې ۱۴ ځله نیمه پایلوبې ته رسېدلې چې، ۱۲ ځله یې همدې پړاو کې ماته خوړلې ده.
له دې سره د هند لوبډله هم ممبي ته ورسېده او سبا د پنجشنبې په ورځ د نړيوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې له انګلستان سره لوبېدو ته چمتووالی نیسي.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې هند، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او انګستان یې نیمه پایلوبې ته ورسېدل.
د یادونې وړ ده چې، زمبابوې او ویسټ انډیز منځني ختیځ کې د جګړې له امله تر اوسه هند کې بند پاتي او لا هم خپلو هېوادونو ته نه دي تللي.