تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۱۳مه ) د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ډاډ ورکړی چې د افغانستان هوايي حریم د کورنیو او نړیوالو عبوري الوتنو پر مخ خلاص او خوندي دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې، د افغانستان په هوایي حریم کې هیڅ ډول خنډ او ځنډ نشته.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ټولې الوتنې له خپل مهالوېش سره سمې ترسره کېږي او هڅه کوي چې، په دې برخه کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
دا ډاډ داسې مهال ورکول کېږي چې، د امریکا- اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له امله د ایران او یو شمېر نورو هیوادونو هوايي حریمونه تړل شوي او د افغانستان پر هوایي حریم الوتنې ډېرې شوې دي.
د فلایټ راډار ۲۴ په نوم وېبپاڼه باندې چې په نړۍ کې شېبه په شېبه د الوتنو جریان خپروي، هم ښکاري چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائيلو له بریدونو وروسته الوتکې د ایران له فضايي حریمه په څنګ تېرېږي او د افغانستان پر اسمان د الوتنو ګڼه ګوڼه ډېره شوې برېښي.
عبوري الوتنې هغه الوتنې دي چې له یوه ځایه بل ته د الوت پرمهال د یوه هېواد فضا کاروي او په بدل کې یې هغه هېواد ته د حق العبور په نوم یوه اندازه پیسې ورکوي.