Homeخبرونهد کرکټ تازه درجه بندي؛ راشدخان او عظمت لومړي مقامونه خپل کړي

د کرکټ تازه درجه بندي؛ راشدخان او عظمت لومړي مقامونه خپل کړي

 تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۱۳مه ) د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې راشدخان د توپ اچوونکو په ډله کې لومړی مقام او عظمت الله عمرزي بیا په ټولچارو یا الراونډرانو کې لومړی خپل مقام خپل کړی دی.

تازه درجه بندۍ کې افغان لوبغاړي:

توپ اچوونکي :

(راشدخان په ۲م مقام وو ،اوس په لومړي مقام کې دی. مجیب مخکې په ۱۳م مقام کې وو، اوس ۱۰م مقام کې راغلی. عظمت بیا ۴۰ مقام نه ۴۱م ته پورته شوی، فاروقي بیا ۴۵م نه ۴۴م ته راښکته شوی دی. نوراحمد له ۵۹ نه ۵۸م مقام ته راغلی او محمد نبي بیا ۷۸م مقام نه ۷۶م مقام ته راغلی دی.)

تولچاري ( الراونډران):

( عظمت له پنځم مقام نه لومړي مقام ته راغلی. راشدخان بیا له ۱۱م نه ۱۳ ته تللی.محمد نبي له ۸م مقام نه ۷م مقام ته راغلی او ګلبدین نائب بیا په هماغه ۷۱م مقام کې ځای لري.)

توپ وهونکي:

( رحمن الله ګربز له ۱۶م مقام نه ۱۸ ته تللی. ابراهیم ځدراڼ له ۱۳م نه ۱۵م ته تللی. صدیق اتل له ۵۶م نه ۵۸م مقام ته تللی. درویش رسولي له ۸۰ څخه ۸۲م مقام ته تللی. محمد نبي له ۸۴ نه ۸۵ او عمرزی بیا له ۹۵ نه ۹۸م مقام ته تللی دی.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...