تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۱۳مه ) مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ سره په کتنه کې له پاکستان سره پر وروستیو نښتې او شخړې خبرې کړې دي.
د چین سفیر هیله ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید اختلافات د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، متقي په خپلو څرګندونو کې د طالبانو د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د متقابل درناوي، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
متقي دغه راز ویلي، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی چې، درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام چې له دې اصل سره په ټکر کې وي، نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر ټولیز امنیت هم ناوړه اغیز کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چین سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړې چې بیجنګ د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.
طالبانو د چین د سفیر له قوله ویلي، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي، خو زیاته کړې ده چې، د سیمې هېوادونه کولی شي د همغږۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې شنډې کړي.
دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته داخله شوې ده.
سره له دې چې جګړه اوومې ورځې ته داخله شوې خو تر اوسه د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد هم په مستقیمه توګه د دواړو خواوو ترمنځ منځګړتوب او اوربند ته زړه نه دی ښه کړی.