Home+ستراتیژیکه ویره که حساب شوې همکاري؟‎

ستراتیژیکه ویره که حساب شوې همکاري؟‎

احمدضیاء “رحمانی”

ایران په عراق کې پر امریکايي اډو او تأسیساتو برید وکړ، کویټ کې یې اډې وویشتې، په قطر یې بریدونه وکړل. همداسې پسې بحرین، متحده عربي امارات، اردن او سعودي عربستان را واخله، حتی له امریکا سره په خبرو کې د خپل منځګړي عمان د دُقم بندر یې هم بمبار کړ. په قبرس کې یې د برېتانیا پر RAF اکرُوتیري هوايي اډه برید وکړ او په اسراییلو یې پریمانه توغندي وتوغول.

اما ترکیه کې خیر او خیرت دی.

په داسې حال کې چې د انجرلیک هوایي اډه، چې د منځني ختیځ په شمال او د ترکیې په جنوب کې د امریکا یو خورا مهم تم ځای دی، د ترکیې په جنوب کې قرار لري. د کورجیک په اډه کې د ناټو داسې یو پرمختللی رادار فعال دی چې د اسرأییلو اکثره استخباراتي ادارې د معلومات لپاره له همدې سیسټمونو څخه تغذیه کوي. د بلومبرګ یوه راپور له مخې پر ایران له بریدونو یوازې څو ورځې مخکې د ناټو AWACS الوتکې چې د هوایي ټانکرونو کار ورڅخه اخیستل کیږي، خپله لاره له روسیې څخه ایران ته اړولې وه. ترکیه په خپلو حساسو او مخفی تأسیساتو کې د نامعلوم شمېر امریکایي ځواکونو کوربه توب.

ښایي ستاسو ذهن کې دا پوښتنه را ولاړه شې چې ایران ولې دا اډې نه په نښه کوي؟

یو عام وضاحت د ناټو تړون پنځمې مادې (ګډې دفاع) ته اشاره کوي، یعنې پر ترکیې برید د ناټو تړون له ۳۲ هېوادونو سره د جګړې معنا لري. المانېټر رسنۍ د انقرې پوهنتون یوه استاد اریف کسکین له قوله لیکلي چې پر ترکیې د مستقیم پوځي برید اقدام کولای شي روانه شخړه په یوې نه کنترولېدونکې جګړې واړوي.

دا وضاحت تر یوه حده ریښتینی دی، مګر بشپړ نه دی.

رویټرز د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې راپور ورکړ چې د ترکیې ملي استخباراتي ادارې (MIT) د ایران سپاه پاسداران ته خبر ورکړی و چې کرد جنګیالي هڅه کوي له عراقه ایران ته واوړي. دا په داسې حال کې وو چې امریکا او اسراییل په ایران د برید لپاره د چمتوالي په حال کې وو، دا څه ډول ممکنه ده؟ چې د ناټو یو غړی هېواد دې ترټولو حساس استخبارتي معلومات د ایران له سپاه پاسدارانو سره شریک کړي.

د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې، اردوغان د ایران ولسمشر پزشکیان ته د ډیسمبر میاشتې د اعتراضونو مهارولو په خاطر مبارکي ورکړه، او د تهران هغه روایت یې تکرار کړ چې لاریونونه د بهرنیو مغرضو کړیو په لارښوونه شروع شوي وو چې له اسرائیلو سره یې تړاو درلود. یاده موضوع د (FDD) په نوم یوه بنسټ مستنده کړې. کله چې د فبرورۍ په ۲۸ بریدونه وشول، اردوغان د امریکا او اسراییلو بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه وبلله، د خامنه‌اي د مړینې له امله یې ژوره خواشیني څرګنده کړه او د ایران اولس ته یې تسلیت وړاندې کړ، او ډاډ یې ورکړ چې د ایران په ضد عملیاتو کې د ترکیې له هوایي، ځمکنۍ او سمندري فضا څخه امریکایي ځواکونو ته د ګټې اخیستلو اجازه نه ورکوي. چې وروسته یې دری خبریالان د ملي امنیت د تورونو په تړاو ونیول، ویل کیږي هغوی د انجرلیک اډې ته څېرمه عکاسي کړې وه.

څو ورځې وړاندې اسراییل هیوم رسنۍ یوه تحلیلي ارزونه خپره کړه چې لیکلي یې وو: ترکیه بې طرفه نه ده. بلکې ایران ته آسانتیاوې برابروي، په داسې حال چې انقره د لودیځ امنیتي تړون کې قرار لري، خو تهران لپاره د ستراتیژیک ملاتړي په توګه عمل کوي. د امریکا خزانه دارۍ وزارت په ترکیه کې میشت هغه بنسټونه د خپلو بندیزونو په لیست کې شامل کړي چې په ایران له لګول شویو بندیزونو سربېره د ایران سپاه پاسداران د توغندیزو او ډرون پروګرامونو سره تړاو لري.

د ترکیې د دا ډول چلند تر شا تر ټولو ژوره انګېزه یوه ستراتېژیکه وېره ده. ترکیه له ایران سره ۵۳۴ کیلومتره ګډه پوله لري. شاوخوا ۱۵ میلیونه کردان په ایران کې ژوند کوي. که ایران کې نظام سقوط وکړي، ترکیه به د سوریې څخه په لوړه کچه د کډوالۍ  یو بحران سره لاس او ګریوان شي،د ترکیې لپاره په خپل جنوب ختیځ سرحد کې د یوه آزاد کردي دولت جوړیدو احتمال هم داسې یوه مسأله ده چې واقع کېدل یې ناممکن نه بریښي، د ګازو هغه تړونونه له لاسه ورکوي چې د ۲۰۲۶ کال تر نیمایي پورې پای ته رسېږي. اردوغان د ایران ګټلو ته لیوالتیا نه لري؛ نوموړی یوازې غواړي چې خپل نظام یې پاتې شي.

نو ایران په ترکیه برید نه کوي. او ترکیه د جګړې غندنه کوي، ورسره څنګ کې د امریکا د هغو څارنیزو او استخباراتي اډو کوربه‌توب هم کوي چې په ایران پیل کړی یرغل یې ممکن کړی دی.

ترکیه!

د واشنګټن لپاره: د ناټو هغه اډه چې بدیل نه لري.

اروپا ته: د کډوالو په وړاندې ستر دیوال.

روسیې ته: د انرژۍ دهلېز.

 تهران ته: هغه چوپ متحد چې هیڅکله به پرینږي نظام یې سقوط وکړي.

په روانه جګړه کې تر ټولو خطرناک لوبغاړی هغه نه دی چې توغندي توغوي؛ بلکې هغه دی چې ځان یې په یو وخت کې د ټولو غاړو لپاره نه لمس کېدونکی ګرځولی دی.

۱۳/۱۲/۱۴۰۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...