Homeخبرونهد کرکټ نړیوال جام: نیوزیلنډ،افریقا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ورسېده

د کرکټ نړیوال جام: نیوزیلنډ،افریقا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ورسېده

 تاند (چهارشنبه د کب – حوت ۱۳مه ) د ۲۰۲۶ کرکټ نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.

نیوزیلنډ دغه لوبه د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.

په دې لوبه کې:

افریقا لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۸ ویکټو په زیان ۱۷۰ منډو هدف ورکړ. افریقا لپاره جانسن ۵۵ تر نورو ډېرې ناسوزېدلې منډې وکړې.

توپ اچونه کې بیا روندرا، کول او هانري د افریقا ۲ ـ ۲ لوبغاړي وسوزول.

نیوزیلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د یوه لوبغاړي په زیان پوره او د فین اېلن په سلیزې یې جنوبي افریقا ته ستره ماته ورکړه.

نیوزیلنډ لومړنۍ لوبډله شوه چې، پایلوبې ته رسېږي.

سبا پنجشنبه ماښام بیا دوهمه نیمه پایلوبه د انګلنډ او هند لوبډلې ترمنځ ترسره کېږي او ګټونکې لوبډله به له نیوزیلنډ سره پایلوبه کې مخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...