انجنیر زلمی نصرت
کابل
کومه جگړه چې د ځینو شنونکو په باور د اسرائیل او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ایران پر ضد پیل شوې، یوازې یو مستقیم پوځي تقابل نه بلل کېږي، بلکې په پراخ او ستراتیژیک چوکاټ کې ارزول کېږي.
دا تقابل د ایران د سیمهییز نفوذ د مهارولو، د نفت او گاز په څېر د ستراتیژیکو انرژۍ سرچینو د کنټرول، او د ایران د توغندیز، هستوي او عمومي پوځي ځواک د محدودولو له اهدافو سره تړاو لري.
په دې لړ کې، د ایران د سیاسي نظام د جوړښت یا چلند د بدلون موضوع هم د احتمالي اهدافو په توگه یاده شوې ده.
هم دارنگه ، د امریکا په ملاتړ او د خلیج د ځینو عربي هېوادونو په گډون د یوه سیمهییز پوځي ائتلاف د جوړېدو نظریه، چې «عربي ناټو» یا «دوهم ناټو» بلل کېږي، هم په تحلیلي بحثونو کې ځای لري.
پر همدې اساس، ځینې څارونکي باور لري چې د ایران پر ضد تقابل یوازې دوه اړخیزه شخړه نه ده، بلکې د سیمې د نوي پوځي بلاک د جوړېدو په چوکاټ کې تعریفېدای شي؛ داسې بلاک چې د ایران د مهار یا موازنې لپاره تنظیمېږي او د امریکا رول پکې بنسټیز او څرگند دی.
په ټوله کې، له ایران سره جگړه یا تاوتریخوالی د یوې پراخې جیوپولیټیکي معادلې برخه بلل کېدای شي، چې پکې د سیمهییز نفوذ سیالي، د انرژۍ ، امنیت، پوځي بازدارندگي، او په منځني ختیځ کې د نویو ائتلافونو جوړښت اساسي رول لري، او موخه یې دا هم گڼل کېږي چې د روسیې او چین نفوذ محدود کړي او تجارتی تعاملات د ډالر په حساب تر سره شي.