Homeخبرونهپر کندهار د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ هڅې او د یوې الوتکې...

پر کندهار د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ هڅې او د یوې الوتکې د غورځېدو راپورونه

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۱۴ مه) له کندهار څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې،  د پاکستان هوايي ځواک په کندهار ولایت کې د افغانستان پر درو پوځي مرکزونو د حملو هڅه کړې خو راپورونه وايي چې تئره شپه د دغه هیواد یوه الوتکه غورځول شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د جګړې په اوومه ورځ (چهارشنبه) د پاکستان هوايي ځواک په کندهار کې پر هوايي لوا، د سرحدي پولیسو پر درېیم کنډک، او ۲۰۵ البدر قول اردو د بمبارۍ هڅې وکړې.

ځايی سرچینو د پاکستان د الوتکو د بمبارۍ هڅې تایید کړ ېاو ویې ویل چې د چاودنو غږونه یې هم اورېدلي خو نه پوهېږي چې بمونه په هدف لګېدلي او که نه دي.

پر دې سربېره د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم بریدونه شوي چې له کبله یې د درو ښځو په شمول څلور ملکي افغانان وژل شوي دي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د دې خبر د خپرېدو تر شېبې، د دې بریدونو او ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې منځ کې نن شپه څو سرچینو وویل چې د پاکستان یوه جنکي الوتکه، چې په کندهار کې یې بمباري کوله، ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.

د الوتکې د لوېدو د کره ځای او د پېلوټ د برخلیک په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...