سه شنبه, مې 21, 2024
Home+د شوروي اتحاد تر ټولو بې رحمه دیکتاتور

د شوروي اتحاد تر ټولو بې رحمه دیکتاتور

تاند- له نن څخه ۷۱ کاله پخوا د ۱۹۵۳ د مارچ په ۵ مه د شوروي اتحاد تر ټولو بې رحمه دیکتاتور جوزیف ستالین د ۷۴ کلونو په عمر ومړ او ځای یې ګیورګي مالینکوف ونیوه.

ستالین اصلاً د ګورجستان و. دی د ۱۸۷۸ کال د دسمبر په ۱۸ مه د اوسني ګورجستان په ګوري کې زېږېدلی و.

د ستالین د ماشومتوب او زلمکیتوب په اړه کره معلومات نه شته، ځینې د ستالین د لور سوتلانا الیلیوا خاطرې تر ټولو باوري سرچینه ګڼي.

د هغې له لیکنو سره سم، ستالین د روسیې د امپراتورۍ د ګورجستان په ګوري کې زېږېدلی او ةور و پلار پرې جوزیف ویسارینویچ جوګاشویلي نوم کېښود. پلار یې ویساریون جوګاشویلي او مور یې ککې ګلادرې نومېده. په ماشومتوب کې یې ستالین «سوسو» باله چې په ګورجي ژبه د جوزیف مستعار نوم و. په ۱۹۱۳ کې یې دی ستالین ونوماوه چې په روسي ژبه یې معنا وسپنیز سړی دی.

د ستالین درې خویندې او وروڼه په کوچینوالي کې مړه شول او جوزیف د مور و پلار یوازینی اولاد و. پلار یې ویساریون خیاط و خو کله چې یې د خیاطۍ دوکان پرانیست، ژر تاواني شو او د خیاطۍ په ځای یې د ګورجستان په مرکز تیبلسي کې د بوټ جوړولو په یوه فابریکه کې کار پیل کړ.

د ستالین مور اکاترینا، د خلکو په کورونو کې کار کاوه، کالي یې مینځل. د دې یو مشتري یا هغه څوک چې کار یې ورته کاوه د دیوید پاسیمدوف په نوم یو یهود و. هغه به دې او د هغې زوی ته پیسې او کتابونه ورکول. څو لسیزې وروسته پاسیمدوف کریملین ته لاړ چې «سوسو» وویني. ستالین نه یوازې د ده تود هرکلی وکړ بلکې په عامه ځایونو کې یې له هغه سره خبرې کولې.

د ۱۹۴۵ع کال د فبرورۍ په څلورمه د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې په یالتا کنفرانس کې متفیقینو مشران ستالین، روزولټ او چرچل

شوروي اتحاد د ۱۹۱۷ م کال د اکتوبر د انقلاب په نتیجه کې رامنځته شو چې په لړ کې یې د ولادیمیر لینین په مشرۍ بلشویکانو د روسیې د امپراتورۍ پر ځای جوړ شوی موقت حکومت ړنګ کړ.

بلشویکانو په یوه کورنۍ جګړه کې په تدریج واک ترلاسه کړ او په ۱۹۲۲ کې یې د روسیې، د قفقاز سیمې، اوکراین او بیلاروس په ګډون د شوروي جمهوریتونو اتحاد جوړ کړ.

د دغه نوي جوړ شوي هیواد نوې اقتصادي پالیسي ولادیمیر لینین وړاندې کړه. په ۱۹۲۴ کې د لینین له مړینې وروسته جوزیف ستالین د قدرت پر سر په مبارزه کې پر لیون تروڅکي بریالی شو او نه یوازې د ګوند مشري یې ترلاسه کړه بلکې د شوروي اتحاد مشر شو. ده درې لسیزی پر شوروی اتحاد باندی په وچ زور حکومت وکړ. ستالین په ۱۹ ۳۰ لسیزه کې ستره تصفیه پیل کړه، سیاسي مخالفان او ټول بلنظري یې ونیول او ووژل.

ستالین ادعا لرله چې د ده پالیسۍ د مارکسیزم- لینینیزم پر اساس دي خو وروسته کتونکو د ستالین اقتصادي او سیاسي نظام ستالینیزم وباله.

د ستالین او د ده د حکومت له لوري د غنمو او نورو خوراکي موادو مصادره د ۱۹۳۲ تر ۱۹۳۴ کلونو ترمنځ په ځانګړي ډول په اوکراین، قزاقستان او شمالي قفقاز کې د کاختۍ سبب شوه.

اکثره کروندګر، چې د کرنې له مصادره کېدو او اشتراکي کېدو سره یې مخالفت کاوه، ونیول شول او ووژل شول.

د ستالین له لوري د ۱۹۳۲ تر ۱۹۳۳ ترمنځ په لوی لاس د جوړې شوې کاختۍ له کبله، چې په هولودومور مشهوره ده، په اوکراین کې ۱۰ ملیونه اوکراینیان مړه شول.

خو ستالین په دوهم نړیوال جنگ کې د نازي جرمني په مقابل کی د هیواد دفاع وکړه او شوروی اتحاد ته یې بری ور په برخه کړ، او کله چی په کال ١٩٥٣ کی مړ شو نو له لینین سره په یوه مقبره کی کښېښودل شو.

د ١٩٦١ کال د اکتوبر په یودېرشمه، پنځه کاله وروسته له هغه چی د شوروی اتحاد مشر نیکیتا خروسچیف د کمونیسټ گوند په شلمه کنګره کی ستالینزم وغانده، د جوزیف ستالین مومیایي شوی مړی د مسکو په سره میدان کی د لینین له مقبرې څخه وایستل شو او په یوه جلا ځای کې خاورو ته وسپارل شو.

همداراز د ستالین له مرګ څخه څو کاله وروسته د شوروی اتحاد مشرانو په یوه سلا د هغه بې رحمانه پالیسۍ وغندلې.

ستالین د شوروي اتحاد په جوړولو او ټینګولو کې مهم رول درلود. دې هیواد، چې په ۱۹۹۱ کې دړې وړې شو، ۱۵ جمهوریتونه لرل او د نړۍ تر ټولو ستر هیواد و. له ختیځه تر لوېدیځه د شوروي اتحاد واټن څه باندې ۱۰ زره کیلومتره او له شماله تر جنوبه څه باندې ۷ زره ۲۰۰ کیلومترو ته رسېده.

شوروي اتحاد یو سوسیالیستي فدرالي حکومت و چې یو ګوندي نظام یې واګې په لاس کې لرلې. د دغه هیواد پلازمېنه مسکو و چې د دغه سوسیالیستي هیواد تر ټولو په لوی جمهوریت یعني روسیې کې دی.

دوهمه نړیواله جګړه د شوروي اتحاد لپاره بختوره وه، که څه هم داسې وخت راغی چې د جرمني نازي حکومت د مسکو نیولو او د شوروي اتحاد یو مخ له منځه وړلو ته نژدې شوی و، خو د سخت ژمي او نورو عواملو له کبله د نازي جرمني ماتې شوروي اتحاد ته لاره هواره کړه چې په ټوله ختیځه اروپا ولکه ټینګه کړي.

روسیه، ارمنستان، اذربایجان، بیلاروس، ایستونیا، ګورجستان، قزاقستان، قرغیزستان، لاتویا، لیتوانیا، مولدوا، تاجکستان، ازبکستان، اوکراین او ترکمنستان د شوروي اتحاد ۱۵ جمهوریتونه وو.

د ۱۹۷۹ په دسمبر کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل، ورسره جوخت د شوروي اقتصادي ځوړتیا او په ختیڅه اروپا کې له کمونیستي سیستم سره د خلکو مخالفتونه سبب شول چې شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې سره وپاشل شي او ۱۵ نوي هیوادونه د نړۍ پر نقشه راڅرګند شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب