Home+که دا ستونزې ولرئ نو د زړه تکلیف لرئ

که دا ستونزې ولرئ نو د زړه تکلیف لرئ

ډاکتر ش میره‌کی

‏ABC خبري شبکې د یو شمېر هغو ستونزو لړ لیک خپور کړی دی، چې د زړه تکلیف نښې یې بللې شو. څېړنه دا هم وايي کوم وګړي، چې د زړه تکلیف یا ناروغي لري لومړی له دې ستونزو سره مخ شوي وي.

که څوک له دې ستونزو سره مخامخ شي دا خطرناکه ده او سمدلاسه باید اړوند ډاکتر ته ځان ورسوي، د دې ستونزو ځینې مهمې نښې دا دي:

دوامداره ستړیا:

ځینې وګړي له ستړیا او سختې ستونزې سره مخ وي، دوی فکر کوي چې دا طبیعي خبره ده او شېبه وروسته به له منځه ولاړه شي، خو په حقیقت کې دوامداره ستړیا د زړه د تکلیف یا ناروغۍ نښه ده، که څوک له دروند کار او بې دلیله د ستړیا احساس وکړي، باید سمدلاسه ډاکټر ته ولاړ شي.

د پښو پړسوب:

کېدای شي د حمل، مزل، د اوږدې مودې لپاره دریدا د پښو د پړسوب لامل وي، خو دا هم امکان لري، چې زړه په سمه او فعاله توګه نه شي کولای چې د پښو لور ته وینه پمپ کړي، دا هم امکان لري، چې د زړه والونه په سمه بڼه خپله دنده نه شي تر سره کولای.

سر ګرځیدل:

د سر ګرځیدلو یو لامل دا هم دی، چې غوږونه له ستونزې سره مخ شوي وي، خو یو لامل یې دا هم دی چې د زړه کوم رګ بند شوی دی.

په سختۍ تنفس / ساه اخیستل:

د دې ستونزې یو لامل دا هم دی چې زړه له کومې ستونزې سره مخ دی او یا د وینې پمپ کولو ځواک یې له لاسه ورکړی دی.

خپګان:

خپګان د زړه له ناروغیو سره کلک تړاو لري، رواني روغتیا پر فزیکي روغتیا سیده اغیز پریباسي، یو شمېر څېړنو دا په ګوته کړې ده ، کوم وګړي، چې د زړه ناروغي لري دوی لومړی له سخت خپګان سره مخ شوي دي او بیا یې خبره دې پړاو ته رسیدلې ده.

نیم سري:

که کوم کس نیم سري لري او د زړه ضربان / درزا یې زیاته شي باید سمدلاسه ډاکټر ته ولاړ شي، دا د دې مانا ورکوي چې د زړه والونه یې له ستونزې سره مخ شوي دي.

ناارامي، خوله، زړه بدي:

که چیرې یو کس په یوه وخت کې له دې درې ستونزو سره مخ شي باید سمدلاسه ډاکټر ته ولاړ شي ځکه دا د زړه د حملې مانا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...