Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: تېره اونۍ پر رېللار تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

مسوولان: تېره اونۍ پر رېللار تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

 تاند (پنجشنبه د کب – حوت ۱۴مه) افغانستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې تېره اونۍ  ۱۲۷زره او ۶۵۰ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي‌ دي.

محمداشرف حق شناس زیاته کړې، چې دغه انتقالات په منظمه توګه دوام لري.

د حق شناس په وینا یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې پرته له کومه خنډه شوي دي.

نوموړي نن پنجشنبه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۸۸زره او ۱۸۶ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰زره او ۷۶۹ ټنه، د تورغونډۍ له لارې۱۴زره او ۱۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴زره او ۵۷۲ ټنه صادرات اوواردات شوي دي.

په دغه انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي.

د سرچینې په وینا تېره اونۍ یې ۲۶۵ ټنه صادرات ترسره کړي چې لویه برخه یې کاني ډبرې او وچه مېوه جوړوي.

مسوولانو ډاډ ورکړی، چې له ټرانزیټي لویو لارو نه د انتقالاتو په بهیر کې سوداګرو او باوړونکو موټر چلوونکو ته مناسب او خوندي شرایط برابر کړي.

مسوولانو څو ورځې وړاندې هم ویلي وو چې، د روان ۱۴۰۴کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېرکال د ورته مودې پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی.

دوی زیاته کړې وه، چې په همدې موده کې یې بېلابېلو هېوادونو ته ۷۱زره ټنه سوداګریز توکي صادر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...