Home+قوړټ قوړټ کور کې کوې او هګۍ ګاونډیانو کره اچوې

قوړټ قوړټ کور کې کوې او هګۍ ګاونډیانو کره اچوې

شاه‌محمود میاخیل

ځینې چرګې د هګۍ اچولو په وخت کې کور دننه زیات قوړټ قوړټ کوي خو بیا ګورې چې هګۍ ګانډیانو کره اچوي. د هیواد نه بهر د یو شمیر افغانانو همدا حال دی.

د جمهوریت په وخت کې به مې همیشه ویل چې جنګي او مافیایي کړۍ چې د مخدره موادو په قاچاق، اختطافونو، رشوت او نورو ګڼو جرایمو او د جمهوریت په کمزوري کولو کې لاس لري، نه شي کولی چې د جمهوریت بدیل شي. د جمهوریت بدیل به طالبان وي چې هماغسي وشول. په ۲۰۱۶ز کال کې مې په دې هکله یوه مقاله هم لیکلې وه چې پژواک خبري اژانس هغه وخت نشر کړې ده.

د جمهوریت له سقوط وروسته، اوس هم ځیني اپرچونیست سیاسیون او اپوزیسون چې هم یې پخوا او هم اوس قورټ قوړت یې په افغانستان کې کاوه او هګۍ یې په تهران او اسلام اباد کې اچولې، له الف نه تر  ې پورې اکثره وپیژندل شول. کوم یو نیم چې تر اوسه پټ پاتې دی، ورور ورو پخپله ځانونه رسوا کوي.

هغوی چې اوس هم خبرې د افغانستان او هګۍ په اسلام اباد او تهران کې اچوي، فکر نه کوم چې دوی نور د افغانستان په سیاست او قدرت کې ځای ولري. که طالبان هم له منځه ځي، د طالبانو بدیل به نورې افراطي ډلې وي نه دوی.

دا د قوړټ قوړټ ډلې پلویانو ځانونه د افغانستان او سیمې د وروستیو تحولاتو په لړ کې ښه رسوا کړل. ځیني د پنجاب بمباریو ته خوشاله دي او ځیني د ایراني مشرانو د وژلو لپاره د تمساح اوښکې تویوي. د افغانسنان ګټو دوی ته نه پخوا اهمیت درلود، نه یې اوس لري او نه یې په راتلونکې کې. دا معامله‌ګران په هیڅ ډول خبرو او عمل نه شرمیږي.

دوی پخوا هم د طالبانو په ضد د دروغو شعارونه ورکول او اوس هم د طالبانو په ضد د دروغو شعارونه د معامله ګرۍ لپاره ورکوي. دا معامله ګران، امریکا، د سیمي هیوادونو، لکه چین، روسیې او هند، او هم طالبانو او د افغانستان ملت ډیر ښه پیژندلي دي او نور د دوی د معامله ګرې بازار او ټغر مخ په ټولیدو دی.

اوس دوه لارې دي چې یا به په داخل د افغانستان کې د مشروع او قانونمند نظام د جوړیدو لپاره مثبت تغییر رامنځته کیږي تر څو د طالبانو غلطې پالیسۍ ودریږي او یا به نورې افراطي ډلې رامنځته کیږي او طالبان به له منځه ځي.

په وروستي تغییر کې د افغانانو او د سیمې هیوادونو خیر نشته او هر څوک که په داخل یا بهر کې څه کولی شي، د اول بدیل  لپاره باید لاس په سر شي. په بهر میشتو دې ډیر حساب نه کوي اکثره چې د قدرت دعوې کوي، نړیوالو دوی ښه پېژندلي دي او دوی ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.

بله خبره چې مهمه ده، دغه کسانو د قدرت په وخت کې دومره غلاوې او جنایتونه کړیدي چې په خپلو کورونو کې هم د سل ګونو باډیګاردانو نه په غیر ژوند نشي کولې. د سل ګونو باډیګارانو د درلودلو او د حکومت د قدرت نه د سؤ استفادې زمینه نوره دوی ته مساعده نه ده. دوی به بهر په تبعید کې مري او که وطن ته کوم یو نیم لاړ هم شي، بیا به په خپلو سیمو او کورونو کې د خپلو غلاو، جنایتونو او ظلمونو له امله محوه کیږي.

په مدني او فرهنګي مافیایي کړېو که د طالبانو مخالفت یا حمایت کوي، هغوي هم چندان د اعتبار وړ نه دي ځکه دوی د جنګسالارانو او جنایي مافیایي کړیو د سکو دویم مخونه و او دي.

خبره ولس ته پاتې ده. په داخل کې چې څوک اوسي، ښه سابقه لري او د مثبت تغیر فکر ورسره دی، هماغه کسان د افغانستان په راتلونکې کې مثبت رول لوبولې شي.

که څه هم د افغانستان او سیمې وضعیت ډیر په چټکې سره مخ په زوړ روان دی او ښه بدیلونه ډیر کم دي، خو بیا هم، ښه فرصتونه شته که افغانان د احساساتو په عوض د تدبیر نه کار واخلي او داخل کې د مثبت تغیر لپاره عاجله تګلاره جوړه او د یوې واقعي لوی جرګې د جوړیدو زمینه مساعده شي.

د لوی جرګې دایریدل نه بې طالبانو کیدلې شي او نه طالبان د ملت د ټولو سیمو او اقشارو نه په غیر لویه جوړولې شي او نه ګټه لري. یوازې د ملایانو جرګه مشکل حل کولې نشي. لویه جرګه به د ګاونډیانو سره په مثبت تعامل او هم د راتلونکې حکومت د قانوني ولسي او نړیوال مشروعیت لپاره تګلاره منظوري.

هر تغیر چې وي، باید د داخل د افغانستان نه وي نه د ګاونډیانو او یا د نورو هیوادونو د مداخلو له امله ځګه د نورو هیوادونو په وسیله په تغیر کې د افغانستان خیر نشته دی.

د افغانستان د ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره به د خیر دوعاوې او هلې ځلې کوو او مایوسه کیږو به نه خو هغوي چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه،  د ګاونډیانو کره هګې اچوې، باید په نښه، هم اوس او هم په راتلونکې ورته  اهمیت ورنه کړل شي. تکیه په ولسونو وشي نه د هر قوم په څو افرادو.

د افغانستان او د افغانانو دښمنان دې ذلیله وي چې هر چیرته وي.

عاقبت بخیر

شاه محمود میاخیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...