Home+څنګه پوه شو چې د زړه په ناروغۍ اخته یوو؟

څنګه پوه شو چې د زړه په ناروغۍ اخته یوو؟

ډاکتر ش میره‌کی

 د زړه ناروغي هرکال په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو ژوند اخلي په ځانګړي توګه په پرمختللو هیوادونو کې په لوړ عمرلرونکو کسانو کې د مړینې لوړه کچه جوړوي خو په بې‌وزلو ټولنو کې د دې ناروغۍ پیښې نسبتاٌ  لږ لیدل کیږي.

ډیرو دقیقو او نوو څیړونو ښوولې ده چې د سرطاني ناروغیو د ټولو ډولونو پرتله په امریکا کې د زړه ناروغي هرکال ډیر کسان وژني او نژدې ۷۸۵۰۰۰ کسان هر کال د زړه حمله تجربه کوي.

که تاسو داسې نښې نښانې ولرئ نو ژر تر ژره باید له ډاکټر سره مشوره وکړئ!

۱ : د سینې درد:

په عمومي توګه دا درد به د سینې په کیڼه برخه کې وي، درد به ډیر سخت او نیونکی وي، کله کله به ورسره د سینې د سوځیدنې احساس مل وي، له ګرځیدو، ډوډۍ خوړلو او غوسې سره به زیاتیږي خو د تنفس، ټوخي او د اړخ له بدلولو سره به کوم تغییر پکې نه راځي او ډیری وخت دا درد تر ۵-۳۰ دقیقو پورې دوام کوي او یا به له استراحت کولو سره آرامیږي.

 د شدید درد په صورت کې کله کله کانګې هم پیدا کیدای شي خو په یاد مو وي چې دا دردونه کله کله د ژامې، غاړې، د اوږو منځ، لاسونو، غاښونو او یا د خیټې خوا ته هم خپریږي او کله کله ورسره د پښو یخوالی او په لاسونو او پښو کې بوډۍ نیونه هم مله او درد به دومره سخت وي چې د درد ضد په عادي درملوبه نه آرامیږي.

۲ : ساه لنډي یا نفس تنګي:

تاسو به د ساه د لنډوالي او په سینه کې د تنګون احساس ولرئ چې دا ساه لنډي به له ګرځیدو سره ډیره او له استراحت سره به کمیږي او کله کله کیدای شي چې د ډودۍ خوړلو په مهال د نفس تنګي احساس ولرئ او په یاد مو وي چې دا ساه لنډي به په ناڅاپي توګه منځته راځي او ډیری وخت به د سینې له درد سره مل وي.

۳ : د زړه ټکان او یا بې نظمي:

د زړه ټکان به مو زیات او تاسو به د وارخطایۍ احساس ولرئ او یا به مو برعکس د زړه حرکات ډیر ورو وي او خیال به کوئ چې همدا اوس به بیهوشي درباندې راشي او یا به مو زړه په غیرمنظم ډول حرکت کوي.

۴ : پړسوب:

که تاسو په پښو، خیټه او یا د سترګو په شاوخوا کې پړسوب ولرئ او ورسره مو ساه لنډي هم هم وي هیله ده چې ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وکړئ همدارنګه مو پام وي چې په ماشومانو کې د شونډو توروالی او یا شینوالی او یا ژر ژر ستړی کیدل او یا که ماشومان په لوبو کې لیوالتیا ونه لري نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...