Homeخبرونهفاریاب او بادغیس کې نن د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

فاریاب او بادغیس کې نن د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

 تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۱مه) پولیو پاک افغانستان بنسټ ویلي چې،نن دوشنبه سهار د فاریاب او بادغیس ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو.

دغه کمپاین د فاریاب په پښتون‌کوټ، قیصار، المار، میمنه، شیرین‌تګاب او دولت‌اباد ولسوالیو او د بادغیس په بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې عملي کېږي.

یاد بنسټ نه دي ویلي چې، په دغه دوو ولایتونو کې به څومره ماشومان واکسین شي.

په ورته مهال بیا د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال د لړم میاشتې په راپور کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د پولیو پېښې کمې شوې؛ خو له ډيورنډ کرښې سره نږدې په سویلي سیمو کې د یاد ویروس د لېږد ګواښ لاهم لوړ دی.

په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان لاهم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې په‌کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې راپور کېږي او ماشومان یې له دې لا علاجه ناروغۍ ځورېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...