تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۱مه) مسوولان وایي چې، د روان ۱۴۰۴کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېرکال د ورته مودې پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې بېلابېلو هېوادونو ته ۷۱زره ټنه سوداګریز توکي صادر شوي دي.
د نوموړي په خبره، چې د ۱۴۰۴کال د وري میاشتې له پیل څخه د سلواغې تر وروستیو د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ مېلیونه ۳۸۷زره او ۵۴۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
هغه زیاته کړې: «د تېر ۱۴۰۳کال د ۱۱ میاشتو پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی. د همدې کال په ۱۱ میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ مېلیونه ۳۸۷زره او ۵۴۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي».
د حق شناس په خبره په همدې ۱۱ میاشتو کې یې بېلابېلو هېوادونو ته ۷۰زره او ۸۴۱ ټنه صادرات شوي، چې کاني ډبرې، وچه مېوه، د انارو جوس او نور توکي پهکې شامل دي.