Homeخبرونهکرکټ: افغان ملي لوبډله له هند سره یو ټیسټ او ۳ یو...

کرکټ: افغان ملي لوبډله له هند سره یو ټیسټ او ۳ یو ورځنۍ لوبې کوي

 تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۱مه) د افغانستان کرکټ رسنیو تاند ته ومنله چې، افغان لوبډله له هندۍ ملي لوبډلې سره یو ټیسټ او ۳ یو ورځنۍ لوبې پلان کړې دي.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې، دغه لوبې به د روان کال په جون میاشت کې وشي.

دغه لوبې چې د هند په کوربتوب کیږي د جون میاشتې په شپږمه پیل او د همدې میاشتې تر شلمې دوام کوي.

تر دې وړاندې هند ویلي وو چې، له افغانستان سره یو ټیسټ او ۳ یو ورځنۍ لوبې کوي.

د دې لوبو تائید داسې مهال کېږي چې، افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې مارچ میاشتې په ۱۳مه له سرېلانکا سره لوبلړۍ لري.

په دې لوبلړیو کې ۳ شل اووره او ۳ یو ورځنۍ لوبې شاملې دي چې کوربه توب یې افغانستان کوي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...